شعـــــرونه

دعا وکړه ملنګه! اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

پرې ننګ وکــړه بې ننګه! غـورځېدلى دى پښتون
پښـتونه! ســـتا تر څنګه غــورځېدلى دى پښتون

اوس مه وايه بچيانوته چې چپ شه پښتون راغى
اغــياره! لـه غـورځنګه غــــورځېدلى دى پښتون

اروا د غــــــزنوي بـه پـه ژړا شي که آګـاه شـــوه
چې نن صــبا لـه جنګه غـــورځېدلى دى پښتون

اوس ږيره،بريت،شمله اوپه پښتو ژبه شــرميږي
له خـــپل غيرتي رنګه غـــــورځېدلى دى پښتون

چـينچي د غــلامۍ يې د نفـاق کنده کې خـوري
د جهــــــل لـه ګــړنګه غـــــورځېدلى دى پښتون

سـينګار چې يې د تورې او ټوپک دى غـورځولى
نو پښــو تـه دې بدرنګه غــورځېدلى دى پښتون

ممکن نه ده چې پاڅي او بيا هاغه ځاى ته لاړشي
افسوس له دومــره دنګه غـورځېدلى دى پښتون

چې پېـغلو بـه پـه ســـاندو او سندرو کې ستايلو
لـه هغـه شـور او شرنګه غـورځېدلى دى پښتون

ســـرتور پـه تـوره شــپه “مـفتونه” رب ته په ژړا
دعـــا وکـــړه مـــلنګه! غـــــورځېدلى دى پښتون

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x