شعـــــرونه

د مولوي عبدالسلام ضعيف نوی شعر

مولوي عبدالسلام ضعيف

پـه سادګـی د ژوند کـې هــر چـیري پــرهار ډیـر سوی
د بدبختانــو پــه مغزونــو کــې شعــار ډیـر سوی

چــې دیــن اسلام هــم اسـاطیرالأولین وښــه یې
څوک چې ساده ژوندون کوي هغوی ته عار ډیر سوی

چې په سنتو د حبیب ځان او سیرت جوړه وي
د ظـــالمانو د تـــوهین ورتـــه اظــهار ډیــر سوی

جاهلان خپله خپلي پښـي وهي خـو نـه پوهیږي
په هر کهول او هـر انګړ کې دغه کار ډیر سوی

تـر سـترګو کـیږی ډیري بیلګي د غضب او عذاب
د رب د دیــن د خــادمانو ځــور ازار ډیــر سوی

لکــه ســدوم داســي چپه نســي دا ښار بیریږم
ځکـه پــه بـــدو ســـره دلتـــه افتخار ډیــر سوی

د حـق داعــيان لکــه یــاران د کــوه کهف پټیږي
د زاغ پــه کــړنــو د بلبلــو چیغهـــار ډیــر سـوی

د ګــودر غــاړه هــم پــه امن کـې راپاته نــه ده
د لنډغـــرو لــوپــرانـــو ســـم نــاتــار ډیـــر سـوی

عکس وښـو تـه خلک بــد وایې او بــدو تـه ښه
د منکــراتــــو او منهیــــو انتشــــار ډیـــــر ســوی

غربـــي کـــلتور دلتـــه فحشــا پـــه بدرګـه راوړي
د تمدن تــر عــنوان لانــدي استثمــار ډیــر ســوی

مؤمن طاعن لاعن فـاحش او بــذي نســي کیدای
د اهتمـــام د بنسټـــونـــو انهیــــار ډیـــر سوی

ضعیفه نــن ســـاعت هــم خــیر تــر سبـــا وګـڼه
فتني ټوکـیږي لـوړ او لاندي ظلم ډار ډیــر سوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x