نظــر

زموږ اقصی او د فرعون پرېکړه

نقیب الله احمدي

اقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله، اقصی د هر مسلمان په ذهن کې يو مقدس انځور، فلسطين د اسماني دينونو د نازلېدو خاوره، بيت المقدس چې د مسلمه امت د تمدن ياګارونه پکې ځلېږي هغه مسجد اقصی چې الله جل جلاله يې په قرآنکريم کې په دې ډول ستاينه  کړې ده. ((الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ)) (هغه مسجد اقصی، چې د ده چاپيريال مو مبارک کړ.)
خو اقصی څه شو؟ اقصی څنګه له لاسه لاړ؟ په يوويشتمه پېړۍ کې د اقصی سرنوشت څوک ټاکي؟
هغه فلسطين چې زمونږ پلرونو په خپلو وينو راته ګټلی و او هلته يې د اسلام د عظمت يادګارونه راته  پرې ايښي وو، کلونه کېږي چې هغه موږ پر خپلو اوښکو ووينځل. مونږ پر بايللي قدس ژړاګانې وکړې خو مونږ د ژړا پر ځای تورې ته لاس نه کړ.

د ولسونو په ژوند کې داسې ډېر  وختونه راځي، چې د قلم د ژبې پر ځای د تورې ژبه ډېره غوره وي. د جزيرة العرب مسلمانانو په اقصی اوښکې تويې کړې، چا د غم ليکنې وکړې او  دردوونکي اشعار يې وويل، خو اقصی وينو ته ضرورت درلود، د منځني ختيځ عربي حاکمان بيا د خپل واک په نشه کې دومره ډوب و، چې د رسول الله هغه حديث او ستر وصيت يې هېر کړی و، چې صحابه کرامو ته يې کړی و، چې له عربي نړۍ نه يهود او نصارا وباسئ، خو کله چې غاصب يهوديان فلسطين ته ننوتل عربانو سرونه ښکته واچول هېڅ عکس العمل يې ښکاره نه کړ، او د اسلامي نړۍ په زړه کې د سرطان دانه وکرل شوه، تر څو چې دا زهرجن ميکروب د اسلامي نړۍ په منځ کې وي، مسلمانان به د ارام خوب ونه کړي. کلونه کلونه د اسلامي امت په په هر کونج کې مسلمانانو د اقصی ټولې بدې ورځې وليدې او اوښکې يې پرې توی کړې، خو دې رڼو اوښکو د اقصی برخليک بدل نه کړای شو، ځکه د امتونو د لوړتيا او آزادۍ تاريخونه په اوښکو نه بلکې په وينو ليکل کېدای شي او هغو بادرده ځوانانو چې د اقصی د مسلمانانو بدو ورځو يې خوبونه تښتولي وو، د ګوتو په شمېر د قربانۍ ميدان ته را ووتل او يو يو يهودي ښامار تر ستوني تېر کړل، کله چې د اقصی د ازآدۍ په جګړه کې دې کم شمېر غازيانو په خپلو وينو د ازادۍ تر سهاره لار وهله؛ د مصر او عربي نړۍ په شاهي ماڼيو کې د بيت المقدس د خرڅلاو معامله روانه وه او په ډېره سپين سترګۍ ځينو عربي علماوو او حاکمانو د اقصی د ازادۍ جګړه د فلسطينانو او اسرائیلو خپل منځي جګړه وبلله او ويې ويل چې دا جګړه په نوره اسلامي نړۍ پورې اړه نه لري. کومو غازيانو چې د اقصی د دفاع لپاره قربانۍ ورکړې، د دې کم شمېر غازيانو وينه د بايللي قدس لپاره کافي نه وه، بلکې ټولنيز جهاد او خوځښت ته اړتيا وه، خو عربي نړۍ را ويښه نه شوه، عربي مشران  پر خپل عيش او نوش باندې اخته ول، هغوی د فلسطين د تور سريو زړه سورۍ کوونکې کريږې نه اورېدې، چې وحشي يهوديانو د قدس په بازارونو کې کشکولې، د قدس د هغو تنکيو ماشومانو کرېږو د عربي شاهانو وينه په جوش را نه وسته، چې د اسرائيلي بمونو لاندې وريت شول، فلسطينيو خويندو د عربي نړۍ واکمنانو ته ډېرې د وامحمدا او وامعتصما! چيغې وکړې، خو چا ورته لبيک ونه وايه، د عربو چوپتيا کفري نړۍ دومره زړوره کړه، چې نن د نړۍ ستر فرعون د اقصی په اړه پرېکړې کوي، مسلمانانو ته د فلسطين د عروج هغه پړاوونه ورياد شول، چې د اقصی په دروازو کې عمر ابن الخطاب، خالد بن وليد او صلاح الدين ايوبي رضي الله عنهم د فتحو له بيرغو سره ولاړ و.

موږ هغه وخت بې وسه شوه، چې زموږ توره ماته او د پورته کولو لاس يې غوڅ شو او د عربي نړۍ د ساتنې زمواري مو د بشريت قاتلينو او د فرعون لښکر ته وسپارله، د حرم په څنګ کې مو ورته هډې ورکړې او ميليونونه ډالر مو هم ورکړل، چې موږ وساتئ اخر دا د دجال لښکر موږ له چا نه ساتي، بس د ذليلو او غلامو حاکمانو له وجې موږ اخر فلسطين له لاسه ورکړ او د عربو بې شرمانه سکوت دې ته لاره هواره کړه، چې نن ټرمپ د اقصی اړوند فرمانونه صادروي.

خو د فلسطين د ازآدۍ کم شمېر جنګيالي اوس هم توره په لاس له نړيوال صهونيزم سره په دې تمه ډغرې وهي، چې يوه ورځ به بيا کوم صلاح الدين ايوبي را پيدا شي، د محمود غزنوي کوم بچی به د دوی مرستې ته ور ودانګي.

د امت غمجنو بچو د زمانې  بدلونونو ته په چوپ انداز  کتل او په حيرت يې پوښتل ايا دا هغه قوم و، چې د عربو له سارا به د طوفان په څېر را پورته شول، دښمنان به يې د خس او خاشاک غوندې ورسره واخيستل، ياغي اسونو به يې کله د افريقې ګېډه څېرله او کله به يې د ترکستان دښتې لنډولې، نن ولې د عياشۍ په خوب ویده دی، نن ولې غلیم ورته سر ته ولاړ ده او دوی د سر ور پورته کولو جرأت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ددې دنیا ژوند نسبت آخرت دومره لنډ دی لکه د میږی د ژوند عمر د مځکی د قدامت په نسبت. او دا دنیا نیبت آخرت ته دومره وړوکې ده لکه د مځکی د کُرې حجم د کهکشانو د لویوالی او عظمت په نسبت. او د الله سبحانه و تعالی قدرت دومره لایزال او پراخ دی لکه د لمر د وړانګو قدرت د یوې ډنګری شمعِ په نسبت. یهود او د هغوی پلید باداران او پلید مزدوران به نن زور لری، اقصی به غصب کړای سی او اقصی به ویرانه کړای سی او شیطان ته به سجده وکړای سی خو د… نور لوستل »

غ.حضرت

غ.حضرت ددې دنیا ژوند نسبت آخرت ته دومره لنډ دی لکه د میږی د ژوند عمر د مځکی د قدامت په نسبت. او دا دنیا نسبت آخرت ته دومره وړوکې ده لکه د مځکی د کُرې حجم د کهکشانو د لویوالی او عظمت په نسبت. او د الله سبحانه و تعالی قدرت دومره لایزال او پراخ دی لکه د لمر د وړانګو قدرت د یوې ډنګری شمعِ په نسبت. یهود او د هغوی پلید باداران او پلید مزدوران به نن زور لری، اقصی به غصب کړای سی او اقصی به ویرانه کړای سی او شیطان ته به سجده وکړای سی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x