شعـــــرونه

غزل؛ ادريس بلال

ادريس بلال

ښکلي سترګي اوباڼه لرم په زړه کي

عـــشقه ستاپاکه جـذبه لرم زړه کي

دیوچاپه مـــینه ژوندکــوم ژوندی یم

دیو چادژوند کیسه لرم په زړه کي

نه یم هســي لـــیونی نه یم ملګرو

ګل ته ګورمه یوڅه لرم په زړه کي

چې سپوږمۍ ترېنه په حسن کې شرمیږي

دښـکلا داسي ډېوه لـرم په زړه کې

ستاپه عشق کې چې ایسارشومه جانانه

ژوند دګل پشان تازه لرم په زړه کې

زه تر ډېرو زیات شتمن یمه بلاله

چې ددرست جهان ښایسته لرم په زړه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x