ورزش

۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان په کواټر فاینل کې سبا له پاکستان سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله به د نړیوال جام په کواټر پایلوبه کې سبا د جمعې په ورځ د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې سره مخ کیږي.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې مشر روزونکی رییس احمدزی وایي چې لوبډلې بشپړ تمرینات ترسره کړي او پاکستان ته د ماتې ورکولو لپاره بشپړ چمتو والی لري.

بل پلو د پاکستان ۱۹  کلنو لوبډلې مشر عاقب جاوید ویلي چې لوبډله یې افغانستان ته ماتې ورکولی شي، او دوی به د نړیوال جام پایلوبې ته هم لار مومي.

له دې وړاندې په تیرو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د کواټر پایلوبه د سویلي افریقا په بینوني لوبغالي کې د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې پېل شي.

له دې وړاندې هند استرالیا ته او نیوزیلاند ویسټ انډيز ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده، اوسمهال د بنګلدیش او سویلي افریقا ترمنځ کواټر پایلوبه دوام لري.

که د پاکستان او افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ هرې لوبډلې بریا خپله کړه په نیمه پایلوبه کې به د هند لوبډلې سره مخ کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x