روغتیا

د چین «کورونا ویروس» هند ته هم ورسېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چین کورونا ویروس تر دې دمه د چین په ټولو مرکزي ښارونو کې خپور شوی دی.

ددغه ویروس پېښې په تیره نږدې کې د چین په ګډون په ۱۷ نورو هېوادونو کې ثبتې شوي چې اوس نوي راپورونو په هند کې هم ددغې پېښې خبر ورکړی دی.

هندي چارواکو ویلي چې د چین ووهان ولایت څخه یوه هندۍ میرمن له زده کړو وروسته هند ته ستنه شوې چې له معاینې وروسته په کورونا ویروس ککړه وپېژندل شوه.

دغه میرمن د هند سویليي ایالت کیرالا اوسیدونکې ده، او د چین ووهان ښار په ووهان پوهنتون کې زده کړې کوي، دغه پېښه نن د جنوري په ۳۰مه نېټه د ماسپښین په ۳ بجې ثبت شوه.

هند هغه هېواد دی چې له پاکستان وروسته په کې زیات افغان محصلین زده کړې کوي، له دې پرته ګڼ شمېر افغانان دغه هېواد ته د تداوۍ لپاره سفر کوي.

که چیرې دغه ویروس په هند کې خپور شي لرې نه ده چې ډير ژر افغانستان ته هم انتقال شي. ددې لامل به د افغانانو زیات هوایي تګ راتګ وي.

له دیسمبر میاشتې راهیسې په چین کې خپور شوي ویروس تر دې دمه له ۱۷۰ زیات کسان وژلي او پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نږدې ۸۰۰۰ ته رسیدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې ددغه ویروس پر وړاندې بشپړه مبارزه وکړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان ځینو رسنیو په دغه هېواد کې د کورونا ویروس پېښې خبر ورکړی و خو پاکستاني چارواکو دغه رد کړ. ددوی په وینا د چین په ووهان ښار کې له ۶۰ زیات پاکستاني محصلین پر زده کړو بوخت دي.

د راپورونو له مخې برتانوي پوهانو خبرداری ورکړی چې ښایي چین د کورونا ویروس په مخنیوي کې پاتې راشي.

Image result for coronavirus in china update

د افغانستان روغتیا وزارت وړمه ورځ ویلي وو چې چین دې ددغه ویروس خپریدا مخنیوي لپاره افغانان بیرته ستنېدو ته نه پریږدي.

باید وویل شې چې کورونا ویروس لومړی د چین له وهان ښاره خپور شو، خو وروسته ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا، عربي اماراتو او استرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x