افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان د ماشومانو لپاره خونړی هیواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بښنې نړیوال سازمان وایي، د افغانستان جګړه لا هم له ملکي وګړو ستره قرباني اخلي او دا هیواد یې د ماشومانو لپاره د نړۍ تر بل هر ځای خونړی کړی.

د بښنې د نړیوال سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، یوازې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان جګړې له ۲۴۰۰ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې  او په دې توګه سره دا هیواد د ماشومانو لپاره تر بل هر ځای د خونړیو هیوادونو په قطار کې راغلی.

ددې سازمان په حواله، د افغانستان جګړه د کمېدلو په ځای ورځ تر بلې پېچلې کېږي او ملکي افغانان یې ستره بیه پرې کوي.

یاده دې وي، د بښنې نړیوال سازمان دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې همدا نن ورځ د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د بهرنیانو هوايي برید پنځه ولسي وګړي وژلي او له منځه یې دوه تنه ماشومان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x