
غزل؛ مهاجر مدثر
مهاجر مدثر
سترګي ترې خوب وړي باڼه د زړګي ور ټکوي
دا روږدی شوی هميشه د زړګي ور ټکوي
کرۍ ورځ ګرځمه چي دا دی نه دا نه دی دا دی
څوک ظالمان مي کرۍ شپه د زړګي ور ټکوي
هغه په لوی لاس د غزل تر پولو واړولم
هغـه ويل دلته ټپه د زړګي ور ټکوي
خال رانه ورک دی خال مي هير دی خال د چا په ياد دی
د خط تر څنګ پرته لانجه د زړګي ور ټکوي
دلته مي ښار په کاڼو ولي ليونی مي ګڼي
هلته مي شوخه غزاله د زړګي ور ټکوي
دا چم بې غم دی دلته کس په کس غرض نلري
دلته اکثره ميلمانه د زړګي ور ټکوي
هغه خو تيره کړه له تورو کوږکونو کډه
ګوره چي ولي مي هغـه د زړګي ور ټکوي
د چا د مخ جلوو نه سترګي په تلوار تيري شي
چاته تش يو ځلي کاته د زړګي ور ټکوي
اې مدثره! د ژړا او د ژوندون سر يو دی
هرو مرو به دي يو څه د زړګي ور ټکوي