نظــر

د څلورو شهیدانو پلار!

خالد ځدراڼ

دا بابا مولوي صاحب محمد واصل نومیږي، د کابل ولایت اوسیدونکی دی، دا هغه هستي ده چې د ګران هېواد په دفاع کې یې دې دنګو څینارونو په څېر لوړې د څلورو بچیانو او یو لمسي ځوانۍ قربان کړي، خلک وایي چې د بچي غم د پلار ملا ماتوي، ما به سوچ کولو چې ددې بابا ملا خو پنځه ځله ماته شوي، صحت بایې بیخي بې خونده وي د مرګ شېبې به شماري، خو داسې نه وه! څه وخت مخکې پوښتنې ته وراغلی وم بابا که ځوان نه و خو تر ځوانانو کم هم نه و، د بابا خنده او ټوکې ټکالې د امریکایي اشغال پر ضد د روانې مبارزې په سپیڅلتیا نور هم یقیني کړم، او په د باوري شوم چې روانه مبارزه په حقه ده ځکه خو تقریبنً ۷۰ کلن بابا د څلورو شهیدو بچیانو پلار د ځوانانو په مجلسونو کې د خنده په ډکه خوله لیدل کیږي.

بابا د خنده په ډکه خوله راسره په ډیره مینه خبرې کولې، ما غوښتل د بچیانو د شهادت په اړه ترې یو څو پوښتنې وکړم چې د بچیانو غم تر کومه حده غمجن کړی یې؟

مال بابا کله هم د بچیانو غم په سلګو کړی یې؟

بابا له لږ ځنډ ورسته مسکۍ شو او ویې ویل نه بچیا! ما د بچیانو غم نه ژاړه وي فقط یو اندیښنه لرم هغه ما ډیر ځوروي.

مال هغه کومه اندېښنه ده؟

بابا ویل ما خپل ټول اولادونه د الله ج دین ته وقف کړي او دا وعده مې د خدای تعاله سره کړي چې کله دوی شهیدان شي له هغې ورسته به زه فدایي عملیات کوم خو اوس مې شپږ بچیان پاتې دي زما صحت هم ورځ تر بلې کمزوری کیږي، خدای مه کړه که خپل هدف ته تر راسیدلو مخکې وفات شم نو زه به د خپل رب! ج سره بې وعدې شم(!)

د بابا ددې خبرې په اوریدو مې له سترګو اوښکې روانې شوې د نورو پوښتنو جرأت مې نه لرلو فقط بابا پر سر لاس راکشولو او د استغفار د ویلو ټینګار یې راته کولو.

نوټ: هغه امریکایي بدمعاشان چې ګران افغانستان کې د بریا خوبونه ویني، په دې باید سر خلاص کړي چې دلته ددوی کمیابي یو خوب او حیال دی، دا وطن داسې باباګان او مېندې لري چې اولادونه د یرغلګرو سره د مقابلې په خاطر رالویه وي. نو دې داسې چا څخه د جنګ ګټل یو غولوونکی سوچ او فکر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

الله دی دزامنو شهادت قبولی کی او بابا ته دالله نه توفیق هیله کوم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x