ورزش

میسي د برسلونا لپاره یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د فوټبال مشهور ستوري لیونل میسي د فوټبال په تاریخ کې د برسلونا لوبډلې لپاره یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.

ارجنټایني لوبغاړی لیونل میسي لومړی لوبغاړی شو چې په اسپانوي تجارتي سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره «۵۰۰» بریاوې خپلوي.

د لیګانیز لوبډلې پر وړاندې په «کوپا دل ری» جام سیالیو کې لیونل میسي د خپلې لوبډلې په ګټه ۲ ګولونه ووهل او یو یې ګول پاس وکړ چې سیالۍ کې یې په ۵-۰ بریا خپله کړه.

نوموړی په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې د یوې کلبي لوبډلې لپاره «۵۰۰» بریاوې خپلوي.

https://twitter.com/FCBarcelona/status/1222972420564361216?s=20

۳۲ کلن میسي د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې د کال غوره لوبغاړي (بالون ډور) جایزې یې په خپل نوم کړي دي.

نوموړي په روان کال کې د برسلونا لپاره چې په لومړي سر کې ژوبل هم و په ۲۳ سیالیو کې ۱۹ ګولونه وهلي او ۱۰ ګول پاسونه یې ورکړي دي.

باید وویل شي چې لیونل میسي د برسلونا لپاره لومړۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال کې ترسره کړه، او تر دې مهاله ددغې لوبډلې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

https://youtu.be/HGyObaSM6Dc

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x