
د کورونا ویروس: د مړو شمېر ۲۱۲ ته پورته شو، د روغتیا نړیوال سازمان بیړنی حالت اعلان کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): چین اعلان وکړ چې د کورونا ویروس د خپریدو له امله په ټول هېواد کې د مړینې شمېر د ۴۲ نورو مړینو په زیاتېدو سره «۲۱۲» تنو ته لوړ شوی دی.
چینایي چارواکي وایي چې په تېرو ۱۶ ساعتونو کې له ۱۲۰۰ زیاتې تازه پېښې ثبت شوي چې په دې ویروس د اخته شویو تازه شمېره «۹۶۹۲» کسانو څخه پورته ښودل شوې، خو چینایي چارواکي وایي چې کره شمېره به د جمعې په ورځ خپره کړي.
د کورونا ویروس چټک خپریدلو او په حیرانونکي ډول د مړینو شمېر پورته کېدلو سره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عام بیړنی روغتیایي حالت اعلان کړ.
LIVE: Press conference on the Emergency Committee meeting on #2019nCoV https://t.co/hTQam7RWc9
— World Health Organization (WHO) (@WHO) January 30, 2020
دا په تاریخ کې یوازې شپږم وار دی چې د روغتیا نړیوال سازمان په کې د روغتیا عام بیړنی حالت اعلانوي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تیدروس ادهانوم د بیړنۍ کمیټې له غونډې وروسته دا پریکړه اعلان کړه، دغه کمیټه د سترو ماهرینو خپلواکه کمیټه ده، دوی د چین په شمول په ۱۸ نورو هېوادونو کې د یاد ویروس پېښې ثبتېدل تایید کړل.
نوموړي زیاته کړه چې وروستۍ اونیو کې ددغې ویروس په حیرانونکي ډول خپریدل رښتیا هم د انديښنې وړ دي چې پخوا داسې هیڅکله نه دي شوي، «زمونږ تر ټولو لویه اندیښنه په هغه هېوادونو کې چې د روغتیا کمزوری سیستم لري ددې ویروس خپریدو احتمال ده».
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان چین ته په سفرونو او د سوداګرۍ تبادلې محدودولو لپاره کوم دلیل نه دی موندلی او نه هم ددې سپارښتنه کوي، خو سره له دې یې هم بیړنی حالت اعلان کړ تر څو له دې هیواد څخه د ویروس خپریدو مخه ونیسي.