لیکنېنظــر

امریکا له طالبانو څه غواړي؟

نسیم کندوزی

امریکا د یویشتمې پیړۍ د ستر ښکیلاګر هېواد په توګه په افغانستان کې د خپل ستر نظامي، استخباراتي او څیړنیز ځواک تجربه کوي، امریکا پدې فکر افغانستان ته راغله چې په اسیا کې یواځینی هېواد چې د پوښتنې څوک نلري، منظم سیاسي ځواک نلري، ملي یووالی یې کاواکه او کمزوری دی نو دا هېواد به ونشي کولی د امریکا د نظامي ځواک په وړاندې منظم ولسي مقاومت ته لار هواره کړي، د امریکا استخباراتي ځواک له تېرو څلورو لسیزو راهیسي په روزنه او اجیر نیونه کې بوخت و، د امریکا استخبارات د پاکستان له استخباراتو سره د شوروي خلاف منظمه د جګړې جبهه درلوده، دوی په منظمه توګه د مجاهدینو مشران، قومندانان روزل، د هغوی سره یې د پیاده او قومندان اړېکې جوړي کړي وي، لدې امله د امریکا استخباراتي ځواک خپل سیاسي مشرتابه دېته وهڅاوه چې په ډېره اساني سره به وکولی شي د خپلې خوښې حکومت په افغانستان کې ځایناستی کړي او په دې توګه به د اسیا په زړه کې، د اسیا په لویه وچه د امریکا راج ته لاره هواره کړي. د امریکا استخباراتو نه یواځي خپل سیاسي مشرتابه دېته وهڅاوه، بلکې د امریکا نظامي ځواک یې دېته اړ کړ چې پرته له کوم ځانګړي تمرین افغانستان ته راشي، ځکه د امریکا استخبارات په دې باور و چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي ځواک په وړاندې دریدونکی ځواک نشته، نه منظمه اردو شته، نه منظم ملت چې پاڅون وکړي او نه هم کوم سیاسي خوځښت چې عام ولس د امریکا د یرغل خلاف را وپاروي، د همدې فرضیو له مخې د امریکا نظامي ځواک پرته له دې چې غرنۍ ځواک یې د افغانستان له غرو،‌ رغو سره ځان بلد کړي، نظامي ځواک یې د افغانستان اراضي تر مطالعې لاندې ونیسي، د بحري ځواک په مشرۍ په وچه کې ګیر افغانستان ته لشکر کشۍ کوي.

د څه کم دوه لسیزو جګړو په تېریدو، د امریکا ټول اټکلونه د افغانستان په اړه ناسم وختل، امریکا په افغانستان کې نه یواځي نظامي ماتې وخوړه، بلکې د سولې په خبرو کې سیاسي ماتې هم وڅکله، د امریکا په څیر مغرور هېواد چې د روانې پیړۍ یکتاز ځبر ځواک ځان ګڼي، د پیړۍ په پیل کې د داسې ماته خوړل ورته د نه منلو دي، امریکا له تېرو دوه کلنو راهیسې د افغانستان په اړه د خپلو ناکامو پالیسیو د مطالعې او څیړنې تر څنګ په افغانستان کې د خپل شکت د پټولو په لټه کې دي.

امریکا په دې برخه کې، یواځې له طالبانو دا مرسته تر لاسه کولی شي، ځکه د امریکا د شکست یواځینی دلیل د طالبانو د منظم، سخت او له قربانیو ډک ځواک دی، امریکا له ۲۰۱۴ ز کال څخه را پدیخوا له پاکستانه مرسته وغوښته چې ددوی د شکست بڼه بدله کړي، مګر پاکستان د ټولو چلونو په کارولو په دې ونتوانید چې طالبان له امریکا سره کوم جوړ جاړي ته تیار کړي، پاکستان چې په حکمتیار یې له هر بل وخت اغېز زیات و،‌ هغه یې له امریکا سره جوړ جاړي ته تیار کړي،‌ خو په طالبانو یې وس ونه رسید، نو ځکه امریکا له تیر یو نېم کال راهیسي په نیغه توګه له طالبانو سره د اړېکو جوړولو تابیا ونیوله، پدې څه باندې یو کال،‌ لس پړاوه خبرو کې د امریکا اصلي موخه له طالبانو سره د سولې بحث ندی مطرح بلکې د امریکا د پاره د خپل شکست د پټولو موضوع مهمه ده، ځکه خو د امریکا ډېر ټینګار د طالبانو او القاعده په اړیکو، د نه تهدید په ضمانت را څرخي.

خو امریکا ددې ضمانتونو د ترلاسه کولو د پاره ډېر وخت نلري، د امریکا سیاسیون فکر کوي چې دوی ولې د امریکا د استخباراتو او نظامي ځواک د ناکامۍ ښکار شي، ځکه د امریکا سیاسیون په دې فکر کې دي چې پرته له کوم بل اختیاره دې د امریکا ځواکونو په ناڅاپي ډول را ووځي، ولي د امریکا استخبارات او نظامي ځواک بیا د خپل شکست د پټولو کوښښ کوي.

طالبانو ته په کار دي چې له همدې باریکۍ څخه په ګټه اخېستنه خپل د سولې بحث را غونډ کړي، همدې کې د افغانستان سوکالي او د روانې پېر د سرلاری پیغام پټ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x