
د حزب اسلامي یو قوماندان د کورنۍ له اوو غړو سره یو ځای په هوايي برید کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې هوايي برید د حزب اسلامي قوماندان «غلام رباني» د کورنۍ له اوو غړو سره یو ځای وژلی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی یوه تن غړي «همایون جریر» طلوع نیوز ته پېښه منلې او په خبره یې، برید نن ورځ جمعه په هغه موټر باندې شوی، چې غلام رباني د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یو ځای سفر پکې کاوه.
د جریر په خبره، غلام رباني بې ګناه وو او هیڅ وسله وال کسان یې نه درلودل.
تر دې دمه د کندز امنیتي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د بهرنیانو او کابل حکومت له لوري په کېدونکو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې، همدا تېره ورځ د زابل ولایت په «سیوري» ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر باندې د بهرنیانو الوتکې برید وکړ، چې د دوو ماشومانو په ګډون یې پنځه تنه ووژل.
دا هغو بی کفایت رهبرانو دناوړاعمالونتایج د چی موهرمجاهدورور وینی په کوراوکلی کی دظالم دشمن لخوا توېږی الله ج دافغانانومشرانو اورهبرانوته هدایت وکړی که وړ دهدایت نوی الهی ته زمونږله سره ورک کړی