افغانستان

زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په یوه نا اعلان شوي سفر د پاکستان پلازمېنې «اسلام اباد» ته رسېدلی.

که څه هم پاکستان په رسمي ډول د خلیلزاد د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي؛ خو اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» د ډيپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، چې خلیلزاد اسلام اباد ته ورغلی، تر څو هلته د افغان سولې په اړه وروستي جزئيات له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.

زلمی خلیلزاد،  څو ورځې وړاندې بروکسل ته تللی وو،  هلته یې له امریکایي او ناټو چارواکو سره د افغان سولې په اړه بحثونه کړي وو او دوحې ته له بیرته راګرځېدو وروسته یې له طالبانو سره په دوه ورځنیو رسمي مذاکراتو کې برخه اخستې وه.

ویل کېږي، په یادو شویو دوه ورځنیو ناستو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» برخه اخستې وه او د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د «منځګړي» په حیث ګډون پکې درلود.

که څه هم تر دې دمه د مذاکراتي بهیر له حالت څخه تازه جزئیات نه دی ورکول شوي؛ خو تر دې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» ویلي وو، له امریکايي لوري سره یې خبرې ښې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x