ټکنالوژي

د کورونا ویروس؛ ګوګل چین کې خپل دفتر تړلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چین کې د کورونا ویروس له خپریدو وروسته د انترنیتي لټون شرکت ګوګل «Google» د چین په بیجنګ ښار کې خپل دفتر د لنډې مودې لپاره تړلی دی.

د ګوګل ویاند په وینا، د چین حکومت په غوښتنه د چین سربېره په هانګ کانګ او تایوان کې هم خپل دفترونه بندوي.

ددې سربېره ګوګل په چین کې خپلو کارمندانو ته لارښوونه کړې چې سمدلاسه هېواد پریږدي او د راتلونکو دوه اوونیو لپاره په خپلو کورونو کې دنده پرمخ ویسي.

چین د کورونا ویروس له کبله په دغه هېواد کې د نوي کال لمانځلو رخصتۍ هم غځولي دي، او حکومت عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په کور کې پاتې شي او له بې ځایه سفرونو ډډه وکړي.

An elderly man collapsed and died Thursday on a street near a hospital in Wuhan, China.

دغه ویروس په ټول چین کې خپور شوی او تر دې دمه یې ۲۱۳ کسان وژلي، او نږدې ۱۰۰۰۰ کسان پرې اخته شوي دي، د چین سربېره دغه ویروس نږدې په ۲۰ نورو هېوادونو کې هم خپور شوی دی.

چین د هوبای ایالت په ووهان ښار کې د کورونا ویروس ناروغانو ته په یوه اونۍ کې د ۱۰۰۰ بستریز عارضي روغتون چمتو کړی دی.

Building a temporary field hospital in Wuhan on Thursday.

چین ته اقتصادي زیان

د کورونا ویروس که له یوه لوري د خلکو عام ژوند خورا اغیزمن کړی خو بل لوري ته یې د چین پر اقتصاد هم ژور اغیز کړی دی.

چین په نړۍ کې د انترنیت تر ټولو لوی بازار لري او د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي مرکز دی، د کورونا ویروس له کبله د نړۍ نږدې ټولو صنعتکارانو او نورو نړیوالو شرکتونو د لنډ وخت لپاره خپل دفترونه تړلي دي، چې له کبله یې چین په اقتصادي ډول ژور اغیزمن شوی دی.

د یادونې ده چې په چین کې خپور شوي ویروس د دیسمبر له میاشتې تر د جنوري ۳۱مې نیټې پورې له ۲۰۰ زیات کسان وژلي، او نږدې ۱۰زره کسان پرې اخته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x