لیکنېنظــر

په روان مصيبت کې بندي ولس او د خلاصون لاره يې

د،ب،هيښ

زه  چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم  دې  اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوسټلئ دئ.

ځنې د موجوده ډلو ټپلو  نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا دټولو په ردولو  خپل نا ارامه او مغشوش ذهن تسکينوي   ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد  خبره کوي ، لاکن  دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې  کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول؟

دا ارماني خبرې دي  او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري.

افغانستان د نورې دنيا په شان يوه ټولنه ده چې د مختلفو فکرونو د افرادو نه تشکيل شوې ده او دا طبيعي خبره ده چې حتا د يوې کورنۍ غړي هم د شکل ، جنسيت او فکر له نظره يو شان نه دي . برداشت ، ذايقه ، ميل او خيالات يې يو دبل نه توپير لري ، د دوی د يو شان کولو  تلاش يوه بېهوده هڅه ده  او امکان يې نشته.

خو که د شريک ژوند کولو موضوع وي بيا بايد دوه کاره وشي:

يا به فرد  د خپل فکر او خواهشاتو نه تېريږي ، خپله فردي د فکر ازادي به د نورو په واک کې ورکوي او د خپل  تصميم او پريکړو  حق به نفي کوي
او يا به د تفاهم او حساب د لارې د شريک ژوند دکولو دپاره موافقه کوي  او هغه اصول او پرنسيپونه به چې دا شر يک  ژوند ورته ضرورت لري مراعاتوي او نقض کول به يې سره کرښه ګرزوي.

رابه شو زموږ وطن ته:
دلته هم د تاريخي شواهدو او اسنادو په اساس د شريک ژوند او ډ اتحاد بنيادونه بايد و پيژندل شي او بيا ورته نور دعوت شي او د موجوده سياسي -اجتماعي  سازمانونو ارزيابي هم د دغه اتحادي مشترکاتو په اساس وشي.

دا خو سمه خبره ده چې د موجوده مصيبت او په کې ښکيلو خواوو نه هیڅوک راضي نه دي ، نو ددې منجلاب نه راوتل به يا د يوه نوي سازمان په منځته راتلو  چې ددې ټولو موجوده ډلو سره په توپير کې وي ميسريږي  او يا به په مقايسوي توګه د موجوده سازمانونو تحليل او ارزونه کيږي او د هغه نه چې د د ملک د اتحادي اصولو ، عامه خير او صلاح زيات ظرفيت په کې وي د مشروط  ملاتړ او حمايت اعلان وشي .

زما په نظر  زموږ په ملک کې دوه ارزښتونه دي چې افغان اولس پرې بې له شکه راټول او اختلاف په کې نه لري ، هغه اسلاميت او افغانيت دی.

ددې خاورې ټول خلک مطلق اکثريت مسلمانان ، د اسلام په دين پخه عقيده لري او پيروان يې دي ، همدا شان  ټول ددې ملک اوسيدونکي دي ، ځانو ته افغانان وايي او د خپل افغاني ژوند دود (کلتور) په دايره کې ژوند کوي.

نو د اتحاد اصلي ستنې اسلام او افغانيت شول  چې ټولې ليکنې ، کوښښونه ، مبارزې او تلاشونو بايد ددې دوو ارزښتونو په محور وي  او اشخاص او ډلې هم ددې ارزښتونو په تله  وزن کړل شي او په‌مقابل کې يې عکس العمل وښودل شي.

اوس د موجوده مصيبت د د محو کولو له پاره د نويې ډلې او سازمان دجوړېدو  نه وس شته او نه ظرفيت.

دا تيوري په انفرادي توګه او اماتوري شکل کله ناکله د احساساتي او يا شهرت طلبه  خلکو له لوري مطرح کيږي ، خو عملي څرک يې نشته ، بناا په د احساساتي مانورونو بايد خپل وخت نور ضايع‌ نه شي او د خيالپلو د دنيا نه بايد د واقعيت ډګر ته راکوز شو.

د موږ د ټولنې واقعيت دادئ  چې دلته اشغالګر ، د هغوی نصب شوې اداره او په تشکيلاتو کې يې داخلې ډلې او په مقابل کې يې مبارزه کوونکي  طالبان دي.

امريکا يو بیګانه  ، متجاوز ، اشغالګر  قوت دئ ، چې اهداف ، منافع او معتقدات يې  زموږ  د اهدافو ، ګټو او عقايدو سره هیڅ نه دي برابر.

د امريکايانو په لاس جوړه شوې اداره چې  طبعاا” وجود او عدم يې د امريکايي اهدافو او منافعو سره په تطابق پورې اړه لري   نه د افغانستان  او جبرا” د هغوی دستور بايد ومني ، که نه تعویض کوي يې.

پاته شوه فقط د طالبانو ډله چې  د اسلاميت او افغانيت ارزښتونو ته ځانونه منسوب بولي او د هغې د دفاع داعيه لري ، عملا” يې هم موږ وينو چې د اسلاميت او افغانيت د پاره ځانونه قربانوي او ددې سختې مبارزې دروند باريې په کمو امکاناتو په اوږو اخيستی دی.

زه نه وايم چې دا ډله سل په سلو کې د عيب او نيمګړتياوو نه پاکه ده ، خو د نورو په مقايسه يوازې ددې تحريک مبارزه  د ملک د اتحاد او ارضي تماميت د بقا د پاره د افغان اولس د اتحاد د ستنو (اسلاميت او افغانيت ) سره برابره ده.

نو زما په نظر  که د مصيبت ختمول غواړو ، د اتحاد عملي کول او د جنګ ، شر ، فساد او نورو سياسي دسیسو نه ځانونه  خلاصول غواړو ، فعلا” بله لاره نشته ، بې د طالبانو نه د حمايت او ملاتړ .

البته د طالبانو نه هم دا توقع بايد ولرو  چې د اسلاميت او افغانيت په چوکات کې نور هم  د پيشنهاد ، انتقاد، پوښتنو  غوښتنو او حساب اخستلو حق لري او دا حق يې بايد محفوظ او محترم وګڼل شي.

هر سازنده انتقاد ، ابتکاري پېشنهاد ، مشروع غوښتنې او د تعاملاتو د واضح حساب غوښتونکو ته دشک په سترګه و نه ګوري ، بلکې  د سمې ادارې  او ټولنيز عدالت د تاءمين  د پاره يې ارزښتناکه او ګټور وکاروي.

د ازادۍ او خپلواک افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیره ښکلی نظر ښکلی نصیحت ده هم دعامو افغانانو په حق کې او هم هلته ډیر مناسب هدایت په اخر کې ورکړی شوی ده د امارت مسؤلینو او مشرانو ته الله ج دې مونږ هم په حق پوه کړی او الله رب الجلیل دې دامارت مشران اوکشرانو ته هم د ښه عمل کولو توفیق ورکړی چې بیا مو دا هیلې دخپلو شخصی ګټو قرباني نه کړي آمین

الحد اج استاذ بیانزی

هیښ صاحب، ستاسی اموزنده او سازنده لیکنی تل تر پایه د زړه به غوږو لولم پند او زده کړی تر لاسه کوو . زه به هم یوڅو جملی ورسره یوځای کړم: کوچنی او مسالمت امیزه نظریات : هغه دی چه په کوچنیو مسایلو کی څوک یو له بله سره نظریاتی توپیر ولری . د صحابه کرامو تر منځ یی شتون درلود د همدی امله مونږ ته د مشورو کولو حکم شوی چه په په هر کار یا ډیرو کارو کی خپلو کی مشوره وکړو او تر ټولو معقوله لیار خپله کړو . لوی او غیر مسالمت امیزه یا بنیادی نظریات:… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x