افغانستان

سيګار: ۵۵٪ افغانان د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» په خپل تازه راپور کې ويلي، د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت په واکمنۍ کې ۵۵٪ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او مرستندويه حکومتونه هم د افغان حکومت د فساد له امله تر پوزې راغلي دي.

سيګار زياتوي، چې د افغان حکومت ۷۵ سلنه لګښتونه بهرني مرستندويان پوره کوي او يوازې ۲۵ سلنه يې حکومت په خپله پوره کوي.

د سيګار په وينا د اشرف غني حکومت د فساد ضد مبارزه کې ناکام دی، د دې مبارزې هوډ هم نه لري او په دې اړه د بهرنيو په سترګو کې د خاورو شيندلو هڅه کوي.

راپور کې راغلي، په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ سلنه افغانانو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کاو، خو د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال ۵۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ورځې په يې په يوه ډالر ګزاره کوي.

سيګار وايي، د تېر ۲۰۱۹ کال په وروستيو مياشتو کې طالبانو پر بهرنيو او کورنيو عسکرو له ۸۲۰۰ زیات بریدونه او چاودنې کړي، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۳۷ سلنه زياتې وې.

د راپور له مخې افغان حکومت د خپلو عسکرو مرګ ژوبلې شمېر پټوي.

د سيګار مشر جان سوپکو د امريکا کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي، د امريکا د اتلس کلنې جګړې او د دولتي عسکرو د مرستې او روزنې سربېره تر اوسه نه ده نه روښانه، چې د بهرنيو عسکرو په نه شتون کې به دا عسکر د افغانستان امنيت وساتلی شي که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

هغه بی ضمره خلک چی له داسي حکومت پلوی کوی دا راپور دې وګوری دا راپور خو دحکومت دښمنانو نه خپلو هغو دوستانو یی ورکړی چی دوی ورته ماما وایی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x