
خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ له مشر سره لیدلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» پاکستان ته تللی او هلته یې ددې هیواد دبهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» او د پوځ له مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» سره لیدلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې.
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد له قریشي سره د خبرو په مهال د افغان سولې په اړه مالومات تبادله کړي او د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې، قریشي د افغانستان د سولې او بیا رغونې پروسې ته خپله ژمنتیا تازه کړې.
خلیلزاد ددې تر څنګ د پاکستان د پوځ له مشر «قمر جاوید باجوه» سره د خپلې لیدنې په مهال د افغانستان او سیمې په امنیت غږېدلی او د افغانستان سوله او بیا رغونه یې یو ګډ هدف بللی.
زلمی خلیلزاد داسې مهال، اسلام اباد ته ځي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات د توافق لاسلیک ته نږدې شوي ښکاري.
که څه هم په دې برخه کې تازه جزئيات لا رسنیو ته نه دي راوتلي؛ خو وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» خبرې ښې لور ته تلونکې بللې وې او تمه یې ښودلې وه، چې ښایي د روانې میاشتې تر پایه د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.
خلیلزادد ګود شیطان دی ځکه خو د نظم نوین جهانی له خوا د افغانستان استعماری کړنو کی خپل ځانګړی نماینده ټاکلی باور ورباندی لری ، خلیلزاد باید خپل نوم هم باید بدل کړی وی د خلیلزاد به ځای یی امریکازاد ) نوم ځانته غوره کړی وی دی هم خوشاله دی چه د یو وروسته پاتی هیواد کی ( چه تخمه یی د امریکایانو او انګریزانو وه) زیږول شوی او دجال به لوی جنتو کی لوبی کوی او د دنیا د بیلونزانو او سیا ست مدارانو به ډله کی شمیرل کیږی امریکا که سوله غوښتلی چنګ ته نه راتله او جنګ… نور لوستل »
لدی څخه نور ذلالت او خواری نشته چی د تور مخو پنجابیانو په هیله کشینو چی مونږه ته سوله راوړی. اوس د ټولو پښتنو مخه د منظور پښتین خواته ده طالبانو خو هم ځان وشرماوه او هم ملت. د پښتنو په حق کی یی حد اقل یوه بیانیه هم ورنکړه. له دوی څخه خو غنی، او امرالله صالح بهتره دي. هغوی خپل پیوستون د لر او بر یو افغان سره اعلان کړ. خو دا د پنجابیو عسکر بیا نورو ته غلام وایی. کچیری استقلالیت لری بیا حد اقل دومره ووایی چی پر پښتنو د ظلم بند شی خیر دی د… نور لوستل »
ان شاالله چی طالب مشران خپله ده شهیدانو کورنی دی او ده شهیدانو پر وینو به معامله وه نه کری موژ پوره باور پری لرو او دیر ژر به ده یهود او نصاراوو ده مزدورانو مخ تور سی او گران هیواد به مو ازاد سی ده طالبانو او مزدور دولت کارنامی خو په دا ۱۸کاله کی معلومی دی چی سوک مزدور دی او سوک پر دین ناموس او خاوری سر ورکوی او سوک…..
بس نو زموږ د اطرافو خلکو چي به د يوې موضوع په باب دغسي وڅکېږه راوڅکېږه وليدل نو ويل به يې له دې خبرو څخه هم د وښو غو جوړه سوه. د وښو غو هم دغسي د زړه په دک وي، نو که چا دوښو غوليدلې وي بس دغه مذاکرات هم کټ مټ هماغه کار دی.
په دغسي وخت کي د خليلزاد هاخوا دې خوا منډي رامنډي، په تېره پاکستان ته ځغاسته را ځغاسته او د دغه ملک د بهرنيو چارو د وزير او بړوه سره ليدل د څه لپاره دي؟ که د امريکايانو خبري د طالبانو سره وي نو خليلزاد پاکستان ته څشي ته ځغلي؟ په دې ډول خو دا سړی ښيي چي پاکستاني مقامات په ګران افغانستان کي او د هغه په مسايلو کي ښه غټه ونډه لري او طالبان يې تر تاثير لاندي دي . چي دا حرکات رښتيا هم د طالبانو د خپلواکۍ په باب پوښتني را ولاړوي نو طالبان خو بايد… نور لوستل »