نړۍ

اردوګان: اسرائيل ترهګر دولت دی، اقصی ته غرځېدونکی لاس به مات کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، بیت المقدس سره کرښه ده او په دې اړه  د اسرائيلو په ملاتړ د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ طرحه د منلو نه ده.

ولسمشر اردوګان دا څرګندونې د واکمن «عدالت او پرمختګ ګوند» مرکزي شورا ته په وينا کې کړي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره د ګډې خبرې ناستې پر مهال تېره سه شنبه د منځني ختيځ په اړه خپله طرحه اعلان کړه.

د ټرمپ په طرحه کې راغلي، چې د فلسطين دولت به بې وسلې وي، بیت المقدس يې د اسرائيلو نه ويشل کېدونکې پلازمېنه او د فلسطين پر خاوره د يهودو ناقانونه ابادۍ يې قانوني وبللې.

د ترکيې ولسمشر د ورستيو څرګندونو مهم ټکي

  • د امريکا طرحه د بیت المقدس د ژوندي تېرولو په موخه اعلان شوې او په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
  • بیت المقدس زموږ لپاره سره کرښه ده، اقصی ته غځېدونکی لاس به پرې کړو.
  • په دې ډېر خواشینی يم، چې د سعودي په شمول هېڅ اسلامي هېواد د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ طرحه رد نه کړه. دوی که نن خپل غږ پورته نه کړي، نو کله به يې پورته کوي.
  • خاينو عرب چارواکو د ټرمپ طرحې «د پېړۍ جوړجاړی» ته زمينه برابره کړې ده او حساب به ورسره کيږي.
  • هېڅکله به اجازه ورنکړو، چې فلسطينيان له خپلې خاورې وشړل شي او په دې اړه د امريکا طرحه نه منو.
  • کومو عربي دولتونو، چې د ټرمپ طرحه منلې دا يې ستر خيانت کړی دی.
  • زه په دې اړه د فلسطين له ولسمشر محمود عباس او د حماس له رهبر اسماعيل هنيه سره خبره کوم او په ګډه يوه طرحه جوړوو.
  • اسرائيل ترهګر دولت دی، زموږ لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نورو عربي او اسلامي دولتونو چارواکو د د فلسطينيانو پر خلاف د ټرمپ د پرېکړې يا ملاتړ کړی او يا يې هم پرې خاموشي اختيار کړې ده.

د فلسطين ولسمشر ويلي، د ټرمپ پرېکړه د فلسطينيانو پر خلاف دسيسه ده او هېڅکله به يې ونه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دا سړی هم چندان اوړه ونه خوت، هسي د ځاني واک د ټينګښت، شهرت او د مسلمانانو په غولولو سره د هغو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره غورځي پرځي کوي او تشي غرتي ولي او بس!

احمدشاه

همت صايب دا بيچاره خو اقلاً غرتي ولي، د صعيونيستانو دولت خو ترهګر دولت بولي، دا نور بيغرتانو خودسي مردار سرونه دخپل مردارو او چتل وزرونو لاندي نيولي چه دچا غږ هم نه پورته کيږي منجمله د نړي دوهم مفکر ” بيغيرته مريض ليوني لادينه غلام غني”

A saeed

ماشاالله
الله ج
دی ده مظلوم مسلمانانو مل سې
په اسلامی نړې95 /.۰سلنه واکمنان ده اغېارو ګوډاګې دی
له هغو ده ظلم پر وړاندی ده غږ پورته کېدو هېله مونږ نه لرو.
تا ته له الله ج څخه نصرت غواړو

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط بيت القدس د مسلمانو لومړۍ قبله به هيڅ هغه کس چي ځانته مسلمان وايي د و نه مني چي داسلام دښمنان دي ور باندي قابص سي . دهغو اسلامي هيوادو مشران چي ددجال ترمپ د پريکړي سره موافق دي ، او يا يي خاموشي اختيار کړې ده ، په اسلام او ايمان کي يي شک دی ،. اوس د اسلامي امت د هرغړي دا دنده ده ، چي د امريکا د توليداتو څخه داسي پرهيز وکړي ، لکه د خنزير له غوښي څخه. مسلمان سوداګر بايد امريکايي توليداتو خپلو هيوادونو ته وارد نه کړي ،… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x