
هوايي برید یوه مور له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای وژلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د بهرنیانو هوايي برید یوه مور او دوه ماشومان وژلي.
د راپورونو په اساس، پېښه د مقر ولسوالۍ په «نو اباد» کلي کې تېره شپه رامنځته شوې، چې له امله یې یوه مور له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای وژل شوې.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس « عبدالعظیم بیګ» شمشاد تلويزون ته ویلي، د یوې مور جسد روغتون ته راوړل شوی او د دوو ماشومانو جسدونه پر لاره دي.
د بیګ په خبره، د وژل شوې مېرمنې ماشوم هم په نس وو.
یاده دې وي، چې دا په تېره یوه اوونۍ کې ملکي وګړو ته د اوښتونکو تلفاتو درېیمه پېښه ده، چې د بهرنیانو د هوایي برید په پایله کې رامنځته کېږي.
تېره ورځ د کندز ولایت په دشت ارچي او تر هغه وړاندې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې هم ګڼ ملکیان د هوايي بریدونو قرباني شوي وو.