نړۍ

برتانيا ۴۷ کاله وروسته له اروپايي ټولنې ووتله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پارلمان له تاييد وورسته برتانيا په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله.

برتانوي رسنۍ وايي، د تېرې شپې پر ۱۱ بجو برتانيا په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله او د حکومت د دې پرېکړې مهال زرګونه ښځې، سړي او ماشومان د پارلمان څلور لارې ته راوتلي وو.

په ټوله برتانيا کې له اروپايي ټولنې د وتلو په ملاتړ او همدارنګه په مخالفت غونډې او ناستې تر سره شوې.

د برتانيې لومړی وزير بوریس جانسن له هغو مشرانو څخه و، چې له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره يې پراخ کمپاین کړی و.

له اروپايي ټولنې د وتلو مخالفينو د لومړي وزير د دفتر مخته مظاهره کړې ده.

برتانيا نږدې نيمه پېړۍ د اروپايي ټولنې برخه وه، اوس چې له دې ټولنې ووتله، برتانوي اتباع به له يو شمېر مهمو قانوني بدلونونو سره مخ کيږي.

د ازاد تګ راتګ سربېره د اروپايي ټولنې ډېری قوانين به د روان کال د ډيسمبر تر ۳۱مې نېټې د عمل وړ وي او ۲۰۲۰ د انتقال وروستی کال بلل شوی دی.

برتانيا هڅه کوي، چې له اروپايي ټولنې سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي، څنګه چې د اروپايي ټولنې او کاناډا ترمنځ دی.

د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې هم د اروپايي ټولنې له مرکزي دفتر څخه د برتانيې بیرغ ښکته شوی دی.

د برتانيې حکومت په ۲۰۱۶ کال کې له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره په ټول هېواد کې ټولپوښتنه وکړه، چې ۵۲ سلنه خلکو د وتلو په ملاتړ او ۴۸ سلنه يې په مخالفت کې رايې ورکړې وې.

هغه مهال حکومت ويلي، د بريګزيټ يا له اروپايي ټولنې د وتلو ميکانيزم به پارلمان جوړ کړي.

لومړي وزير بوريس جانسن د تېر کال ډيسمبر کې له وخت مخکې ټاکنې وکړې، د ۸۰ څوکيو په اکثريت يې بريا تر لاسه کړه، تر څو له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره د پارلمان ملاتړ هم خپل کړي.

د ټولپوښتنې او د پارلمان د پرېکړې سربېره لا هم ډېری برتانويان له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه ضد او نقیض نظرونه لري او برتانوي ټولنه په کې وېشل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

انګرېز نانی لالا دی، په عمر تر خپل ناسکه ورور مشر دی که څه هم په قد او قواره او جېب تر لوی لالا کشر ښکاری. دوه سوه کاله ئې په کښتۍ کی چکری ووهلې او ډېری ډکی کلې ئې تشی کړې او ډېری تشی کلې ئې په سِحر او کُسمادرۍ ډکی! کړې ددې سِحر ناوړه آثار ئې تر هر ځای په مسکو او بیژن کی ( د مارکسیزم د هګۍ اچونی ) ماهرانه طلسم ؤ البته زموږ هیواد ئې هم د سِحر او جادو او سلو حرامزادګیو مرکز او لابراتوار ګرځولی ؤ او همدا نن هم لګیا دی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x