ټولنیزه برخه

د تقریري سیالیو په انجمن کې

سید احمد مستقیم

په دیني مدارسو کې د طالبانو انجمنونه له خپلې علمي پانګې څخه مسلمانانو ته د ګټې رسولو یوه مثبته هڅه ده چې له مخې یې سړی له تقریر کولو سره شاخته کېږي، د اصلاحي بیانونو په کولو سره خلکو ته ډېر ګټې رسېږي او بیان کوونکی د مسلمانانو په منځ کې خورا محبوبیت پیدا کوي، د استاذ محمد یاسر صاحب دا عادت و چې هرې خواته به ولاړ، خلکو ته به یې اصلاحي بیانونه کول، په خاص ډول د امریکاي یرغل څخه را وروسته چې یې څومره جهادي ویناوې کړې دي، ګټې یې له چا څخه پټې نه دي، زیاتره مجاهدین او مخلص مسلمانان  نوموړی د تقریرونو له اوریدلو څخه پېژني او د زړه له تله مینه ورسره لري، دعاوې ورته کوي.

پر افغانستان د روسانو د یرغل په مهال د افغانستان د مساجدو شمېر د یو سروې له مخې څلویښت زره ته رسیده، د امریکایي اشغال په مهال چې یې سروې شوې اتیا زره ته رسیدلي دي او تر یو لک پورې علماء په کې بوخت دي، لکه: ملا امام، مؤذن، خطیب او… د افغانستان ټول مسلمانان په شباروز کې پنځه ځلې علماوو ته په داسې حال کې حاضریږي چې ښه متقابل احترام سره لري او عام مسلمانان چې څومره سپینه عقیده د محراب ملاامام ته لري بل چاته یې نه لري. خو په افسوس سره باید و وایو چې بیا هم د دواړو اشغالونو په مهال له همدغو ملا امامانو څخه ځینې کسان پردي شول او د اشغال په څنګ کې ودریدل، ډېرو خو یې د همدغه ملا امام په وړاندې چې څو ورځې مخکې یې په محراب کې د استاذ په توګه منلی و، نن یې په وړاندې مرګوني عملیات پیل کړي چې همدغه استاذ یا خو په شهادت ورسوي او یایې له ځان سره بندي کړي.

منم! چې د انسان نیک او بد کیدل د مور په رحم کې فیصله شوی وي خبره ده، خو بیا هم سالمه روزنه په انسان کې ښه تأثیر لري، الله تعالی وایي: و ذکر فان الذکری تنفع المؤمنین. الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي چې نصیحت کوه بیشکه نصیحت مؤمنانو ته ګټه رسوي.

زه ډېر ملا امامان صاحبان پېژنم چې په کال کې یوازې د کوچني اختر او لوی اختر په ورځ خلکو ته اصلاحي بیان کوي وبس چې دا د دین په رسولو کې ډېر لږ کوشش دی، حتما به ولسونه بې لارې کېږي په خاصه توګه ځوان نسلونه.

د همدغې ګټې رسولو لپاره لازمي ده چې علماء له ښې پیغام رسانۍ سره ځان بلد کړي، چې طالبانو ته د درسونو تر څنګ عامو مسلمانانو ته اصلاحي بیانونه وکړي، څوک چې ښه بیان کولای شي ګټه یې د هغه چا په پرتله ډېره وي چې ښه بیان نشي کولای.

وړمه ورځ مې د تقریري سیالیو په یو انجمن کې د ممیز په توګه برخه واخیسته، یوویشت کسانو تقریرونه وکړل، ټولو ښه خواري کښلې وه، ښه تقریرونه یې وکړل، زموږ له خوا یو جدول ورته جوړ شوی و، چې د طالب د استعداد معلومولو لپاره مو درې زاویه نګاوې ورته ایښې وې.

لومړی: د طالب علمي سویه یعني چې تقریر یې څومره تحقیقي او علمي بڼه لري، له ایاتونو، احادیثو او د بزرګانو د اقوالو څخه په کومه کچه استناد پکې شوی دی؟

دوهم: اطمنان، یعني د تقریر کولو په مهال طالب څومره مطمئن دی، لهجه، حرکات، او الفاظ یې په خپل انداز دي که یې تغیر کړی دی؟

درېیم: پر موضوع باندې کنټرول یعني له ورته انتخاب شوې موضوع څخه خو به دباندې نه وي تللی، همداراز د وخت خیال ساتلای شي که یا او په ورته تعین شوي وخت کې خپله موضوع څنګه ر اټولولای شي؟

د لومړیو دوو برخو لپاره مو درې دیرش، درې دیرش نمبرې انتخاب کړې وې او د درېیمې برخې لپاره مو څلور دیرش نمبرې انتخاب کړې وې چې ټولې سل درجې کېږي او ګټونکی یې ممتاز اول راځي.

زما خپل تأثرات دادي چې الحمدلله په ډېر عالي مورال او ښه جذبه ټولو طالبانو ښه تقریرونه وکړل، د یو ویشت کسانو له جملې دوولس تنه د ښو نمبرو په درلودلو سره انعام ګټونکي شول، انعامونه مو ورته تقسیم کړل او انجمن په دعا سره پای ته ورسید.

هغه طالبان چې په انجمنونو کې برخه اخلي څو لاندې خبرې دې په پام کې ونیسې:

الف: خطبه چې له موضوع سره سمه و ویل شي ښه به وي او د تقریر په پیل کې هڅه وکړئ چې جالب الفاظ و وایاست چې د ناستو کسانو توجه جلب کړئ.

ب: د اما بعد له لفظ څخه وروسته چې اغوذ بالله… او بسم الله و ویل شي بیا باید د قرآن کریم ایات و ویل شي د قال الله تعالی ویلو اړتیا نشته، ځکه اغوذبالله د قرآن کریم د تلاوت لپاره ویل کېږی، ښه به داوي چې ایت کریمه له اغوذبالله اوبسم الله سره جوخت وویل شي. تر اغوذ بالله او بسم الله مخکې هم د قال الله تعالی ویل ښه نه دي، ځکه مقوله یې بیا اغوذبالله او بسم الله کېږي.

ج: ځینې طالبان د تقریر په جریان کې د محترمو سامعینو لفظ وایي، که یې پر ځای محترمو مسلمانانو یا محترمو وروڼو لفظ و ویل شي ښه وي ځکه دا یو تربیتي مجلس وي، که داسې نامأنوس او عربي الفاظ پر خوله واوړي بیا یې د عوامو په مخ کې هم استعمالوي عوام په همدغو الفاظو باندې نه پوهیږي.

په درنښت

والسلام

۶/جمادی الثاني/۱۴۴۱هق

مطابق: ۳۱/جنوري/۲۰۲۰م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x