شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لکه د ګران افغانستان داسې دی
د زړګي کور مې پسې وران داسې دی

چې دا ډاکټره شي او زۀ استاد شم
نو بیا به مینه کوو، پلان داسې دی

زۀ د غني غوندې ډارن یم او یار
لکه سپین سترګی ګلمرجان داسې دی

مرګ قبلوي خو غلامي نۀ مني
زما ضمیر، زما وجدان داسې دی

لکه سکروټه چې په لاس کې نیسې
والله چې نن سبا ایمان داسې دی

څنګه چې سیخ په اور کې اور وګرځي
ژوند په حالاتو کې روان داسې دی

نۀ مې ارمان لکه ارمان پاتې دی
نۀ مې جانان لکه جانان داسې دی

د چا د مینې برکت به وي چې
“خدرخېل” اوس هم لکه ځوان داسې دی

۱۳۹۸/۱۱/۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x