افغانستان

خلیلزاد کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد نن غرمه کابل ته را رسېدلی دی.

حکومتي سرچينې وايي، ښاغلی خليلزاد به نن ماسپښين د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره د سولې پروسه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر اخوند او ورپسې په اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره هم ليدلي دي.

د رپوټونو له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خلیلزاد سره په خبرو کې ويلي، د امريکا او طالبانو هوکړه به بين الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي او دا هوکړه به د افغانستان سربېره د ټولې سيمې لپاره د ثبات او امنيت لامل شي.

له قطر او پاکستان مخکې ښاغلی خلیلزاد د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته تللی و، هلته يې له ناټو او امريکايي چارواکو سره د سولې پروسې په وروستيو پرمختګونو خبرې کړې وې.

خلیلزاد په داسې حال کې دا سفرونه کوي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، دواړه لوري د هوکړې لاسليک په اړه سلامشورې کوي.

امريکا وايي، طالبان دې د جګړې تشدد راکم کړي، خو طالبان پر امريکا تور پورې کوي، چې د سولې خبرو کې نوې اضافي غوښتنې رامنځته کوي.

طالبانو ويلي، د جګړې تشدد کمولو په اړه يې د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا د رښتينو موضوعاتو پر ځای اضافي غوښتنې رامنځته کوي، چې د وخت د ضايع کېدو لامل ګرځي.

د چارو کارپوهان وايي، طالبانو په تکتيکي توګه د سولې لپاره عملا په لويو ښارونو کې ډله ييز او موټربم بریدونه کم کړي، خو په مقابل کې يې امريکا او حکومتي عسکر لا هم په کليو او لرې پرتو سيمو کې بریدونه او بمبارۍ کوي.

د چارو شنونکی او د کابل پريس کلب مرستيال قريب الرحمن شهاب له شمشاد تلويزون سره په خبرو کې ويلي، طالبانو له تېرو څو مياشتو راهيسې په لويو ښارونو کې موټربم او ډله ييز بریدونه نه دي کړي او عملا يې ښودلې، چې د دوی سياسي استازي او پوځي قومندان په يوه خوله دي، خو په مقابل کې يې حکومت هره ورځ په کليوالو سيمو کې عمليات او بمبارۍ کوي او د بلخ تازه پېښې ته يې اشاره کړې، چې د يوې کورنۍ اووه ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x