افغانستان

طالبان: د امريکا اضافي غوښتنې د سولې تړون پر وړاندې خنډ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې يو ځل بيا خنډونه رامنځته شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين امريکا غږ راډيو سره په وروستۍ مرکه کې ويلي، دوی د جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا داسې اضافي او نوې غوښتنې رامنځته کړي، چې له امله يې د سولې تړون له خنډونو سره مخ شوی دی.

ښاغلي شاهين ويلي: «موږ منلې، چې د سول تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کړو، خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخ کړی دی.»

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، طالبانو له امريکا سره منلې، چې د سولې تړون د لاسليک لپاره سوله ییز چاپېريال رامنځته کړي او د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد راکم، خو امريکا ټينګار کوي، چې طالبان بايد د اوږدمهال لپاره د جګړې تشدد کم کړي.

د رپوټونو له مخې د امريکا او طالبانو خبرې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي، چې د افغانستان سولې لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد او نن غرمه کابل ته راغلی دی.

امريکا په داسې حال کې له طالبانو د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي، چې د امريکا او دولتي عسکرو له لوري د ملکيانو وژنې يو ځل بيا زور اخيستی او له تېرې يوې اونۍ راهيسې په زابل، کندوز، بادغيس، وردګو او نورو سيمو کې د هوايي بریدونو او چاپو پر مهال د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

له شېطانانو څخه ده سولی هېله حماقت ده
خو که دی په زوز سولې ته اړ کړو بېا نو کېداې سې
الله ج
دې ده مظلومانو مرستندوېه سی
امېن

عبدالله

عجیب سر ناخلاصه خلگ یو، اصلی صلحه په افغانانو پوری اره لری نه په خارجیانو، کرزی یوی خواته منده وهی اشرف غنی بلی خواته موژ سیاسیون غداران نه سره جوریژی. امریکا وتونکی ده اوس هسی د اورو پوزه جوروی. که د امریکی او پاکستان وس وشی تاسو باور وکی که په ژوند صلحه ووینی زکه ددوی گتی په جنگ کی دی نه صلحه کی. مهمه داده چی د حکومت نسبی پاک خلگ او هغه طالب چارواکی چی نسبی مستقل دی او یوه اندازه پوهیزی سره په اتفاق شی او د صلحی لپاره یوه مشترکه طرحه جوره کری البته دحکومت خخه… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګرانو د طالبانو د مذاکراتي ټيم درنو غړو السلام عليکم ورحمة الله وبعد: لکه چي پوهېږئ حق او په تېره د هيواد استقلال ورکول کيږي نه، بلکي اخيستل کيږي. په تېر کي مو د خليلزاد سره خبري ګټوري وې، خو تر دې وروسته نوري خبري ورسره اوږدول د ګټي پرځای تاوان کوي. اوس چي امريکايان د خبرو او سياست په ډګر کي هم سخت مات سوي دي او نړيوالو ته يې دغه ماته، ملامتيا، پلمې او ناغېړي ښې څرګندي سوې، نو که زما منئ د دې پلاچي خليلزاد درغی پوه يې کړئ چي نوري پلمې پرېږدئ او د هوکړه ليک… نور لوستل »

جميل

د امريکايانو غوښتنی او نخری به نور هم دوام وکړی ، دا قوم حيا ، عهد او وفا نلری . زما په اند طالبان کرام دی د مذاکراتو له ميزه د بايکوټ هڅه نکوی ، د مذاکراتو د شروع راهيسه يی تر اوسه الحمدلله په جهاد او جګړو کی څه د لاسه ندی ورکړی بلکه پرمختګ او فتحی يی هم کړيدی . د اشغالګرو د استازو ډيری ځغاستی و کابل او اسلام آباد ته او د دوی نوی غوښتنی که څه هم د طالبانو په ليکو کی به هيڅ تشويش خلق نکړی خو ځينو عامو افغانانوته وسوسی ورواچوی ، کله… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د روانو حالاتو له ارزونو څخه : لمړی: امریکا په خوښه که په زور راغلی؟ که په خوښه راغلی وی په خوښه به وځی ( افغانانو راغوښتی وی ) او که امریکا په زور او وحشت راغلی وی په زور او وحشت به وځی کږی خولی سوکونه سموی. دوهم: ډ خلیلزاد ( ګوډ شیطان ګټه په بی خیریو کی ده د خلیلزاد ګټه په دی کی ده چه جنګ اوږد وی او سولی مذاکراتو په اړولو راړولو به دی لا پسی بیلونر شی. دروغ، غلا او درغلی په دموکراسی کی تقوی دی که یی ونه کړی هغه د دموکراسی متقی… نور لوستل »

Adam Khan

Taliban could be tricked easily to lose ground and accept the wishes of others.
First, Talibans do not have a concrete and clear future mission to follow. Second, Taliban do not have political knowledge and support. And thirdly, Taliban are KHA ZARI KHALAK (GOOD AND SOFT HEART) PEOPLE

So they could be decieved easily and therefore lose ground and get locked with the agreements
They were also deceived easily and repeatedly during their power by Pakistan, Saudi and the west.

غمی.پښتین

جوړ په خیر،
افغان خوږ ژبی سندرغاړی ګل زمان یوه سندره ده چه،
پاس په ګل غونډی هی،،،،،،،،پاس په ګل غونډی جوړی میلی دی،،،،،،،،،،،
نو اوس په قطر د طالیب او امریکا جوړمیلی دی.پلوونه،کباب،چرګان،پیسی بنډالونه ښه فراوان دی.
نه امریکا نه طالیب او نه دولت د ولس راتلونکی په غم کی نه دی ،چه څومره مری؟او که ژوندی پاتی کیږی.
بس هر چا د مظلوم ولس ګریوان ته سترګی نیولی چه څنګه به یی څیری کوم.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x