
ميدان وردګ: ګډو ځواکونو جومات نړولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د بريدونو او شپنيزو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ميدان وردګ ولايت کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهلي چې په نتيجه کې يې يو جومات نړولی او د ولسي خلکو کورونه يې زيانمن کړي دي.
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ اړوند خوات درې په کولک، مانګي، فقیری او علیشنګ سیمو کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې يو جومات نړولی او د خلکو کورونه يې ويجاړ کړي دي.
له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ګډو ځواکونو د جومات د بشپړ نړولو سربېره د ګڼو خلکو کورونو دروازې هم ماتې کړي دي او مالونه يې لوټ کړي دي.
په دې چاپه که څه هم چاته د سر زيان نه دی اوښتی خو دوه ملکي وګړي ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي.
د ميدان وردګ ولایتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.
ګډ ځواکونه جوماتونه ورانه وی طالبان مو سړکونه. دواړه دی د الله په غضب شی.
سوک راته مسجد نروی سوک راته مسجد کی زانمرگی کوی، سوک راته امام شهیدوی سوک بیا راته معلم شهیدوی، د افسوس زای دادی چی مقتولین مسلمانان دی او قاتلین هم یا مسلمانان دی او یا د مسلمانانو مرسته ورسره ده.