نظــر

یوازې د جنوري په دېرشمه . . .

زخمي افغان

تیره پنجشنبه د جنورۍ په ۳۰ مه د کندز په دشت ارچي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو موټر وویشت او څو تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل. شهیدان شوي ولسي وګړي د حزب اسلامي د یوه قومندان غلام رباني د کورنۍ غړي وو. له دې کسانو سره د ټویټر یوې مدني فعالې(!) نیلوفر ایوبي هم څه خپلوي درلوده، نوموړې په ټویټر د خپلو خپلوانو د وژل کیدو غږ پورته کړ او امریکایان یې ملامت کړل. په دې سره په لومړي ځل د ټویټر او سوشل میډیا هغه فعالان چې ځانونه مدني کارکوونکي او د بشر د حقوقو ټیکه داران ګڼي هم رابیدار شول، ځینو یې په لومړي ځل د امریکا په لاس د ملکي تلفاتو موضوع یاده کړه. د دې لپاره چې د امریکا د وحشت موضوع نوره هم روښانه شوې او د جنایاتو حجم یې ښه معلوم شوی وای، دغو  ناخبرو ته یوازې د همدې ورځې ( د جنورۍ د دیرشمې) د جنایاتو مستند حوادث مخې ته ږدم، تر څو پوه شي چې د دشت ارچي بمبار یوازې مشت نمونه یې خروار دی. په حقیقت کې امریکایان او داخلي اجیران یې شپه ورځ د افغانستان په لر اوبر کې همداسې جنایات ترسره کوي. راځئ یوازې د همدې یوې ورځې ( تیره پنجشنبه د جنورۍ دیرشمه) جنایات وارزوو او بیا فکر وکړو چې په دې هیواد کې د دموکراسۍ د تطبیق تر عنوان لاندې کوم وحشت جریان لري؟؟

د جنورۍ په ۳۰ مه ماخستن ۷ نیمې بجې د هلمند د ګرشک د شورکي په سیمه کې د محمود اغا په نوم دوکاندار چې په موټر سایکل سپور او له دوکانه د کور پر خوا روان و ډرون الوتکې وویشت او شهید یې کړ. په همدې شپه د اشرف غني عسکرو د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوښار سیمې د محمد خان څلورلارې ته نږدې د ملکي خلکو په کورونو چاپې ووهلې. د کورونو او دوکانونو دروازې یې ماتې کړې او چې څه یې زړه و هغه شیان یې غلا کړل، دغه راز په همدې شپه چاپه وهونکو داړه مارانو د کندز د خان اباد ولسوالۍ د ایشانانو په کلي هم چاپه ووهله، د کلي د مسجد ښیښې یې ماتې کړې او له کورونو یې قیمتی اموال غلا کړل. په همدې شپه ۱۱ بجې امریکایي او داخلي لوټمارانو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په بازار هم چاپه ووهله. د قیمتي توکو د دوکانونو دروازې یې ماتې کړې، قیمتي شیان یي غلا کړل، د ښار یو څوکیدار یې په مرمیو غلبیل کړ او سهار ۴ بجې له سیمې والوتل.

د جنورۍ د دیرشمې د شپې په شان سهار هم خونړی و. سهار ۹ بجې د د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند د  ښورکي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکې د نور احمد ولد محمد نسیم په نوم ۵ کلن ماشوم وویشت او ځای پر ځای یې شهید کړ.  په همدې ورځ  سهار د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ اړوند ګزک سیمه کې امریکایي اشغالګرو د ملکي خلکو د سپرلۍ په ټونس موټر د بې پیلوټه طیارې په وسیله وحشیانه برید وکړ چې له امله یې د ۲ تنو ماشومو نجونو په ګډون ۵ تنه ملکیان شهیدان شول او موټر یې له منځه لاړ. دغه راز په همدې ورځ سهار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ اړوند ښورکي سیمه کې امریکایي اشغالګرو د عبدالسلام په نوم یو تن سپینږیری کلیوال د بې پیلوټه طیارې په وحشیانه برید کې شهید کړ.

د جنورۍ په دیرشمه غرمه مهال د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په مرکزي بازار کې وحشي اربکیانو دارشاد په نوم د موټرو یو مستري په وهلو شهید کړ. په همدې ورځ د کندزپه دشت ارچي ولسوالۍ کې هم ډرون برید وشو. د دشت ارچي په پاخه سړک امریکایي الوتکې د ولسي وګړو موټر په نښه کړ اود یوې ماشومې په ګډون یې ۵تنه ښځې او نارینه شهیدان کړل.په همدې ورځ ماسپښین مهال د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د سه جوی  په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې د الله داد په نوم یو بې ګناه کلیوال وګړی وویشت او ځای پر ځای یې شهید کړ.

د جنورۍ د دیرشمې وروستۍ خونړۍ پیښه هم د بې پیلوټه الوتکې برید و، په همدې ورځ مازدیګر څلور بجې امریکایي الوتکې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په بر نوزاد سیمه کې د جمعه ولد عبدالباقي په نوم یو شپون په نښه کړ، چې توغندی له شپانه بچ شو خو نوموړی سخت ټپي کړ.

یو ځل بیا یادونه کوو چې لوړ جنایات یوازې د یوې ورځې . . . هو کې فقط او فقط د یوې ورځې . . ( د جنورۍ د دیرشمې) وقائع دي. دلته د هیواد په کلیو او اطرافو کې هره ورځ همداسې تیریږي. هره ورځ ډرون بریدونه دي، چاپې دي، لوټمارۍ دي او قتل عامونه دي. خو د بشر د حقوقو مدعیان یوازې هغه وخت دغه درد احساسوي چې اور یې تر لمنې ور ورسیږي او په خپله د بمبار او قتل عام درد تجربه کړي. راځئ مخکې له دې چې دردمن شئ، د خپل بیچاره او دردمن اولس لپاره غږ پورته کړئ. ظلم وغندئ او د ظالمانو مخونه جهان ته رسوا کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

اشناء مونږ ټول پوهېږو چې دا بعضې مدنې فعالان ېعې بې ضمېره او بې وجدانه ده اشغالګرو مزدوران! شه بلکه ډېر شه خبر دی چې په دې مظلوم ملت څه تېرېږې
بس ډالر دې چې تر هر څه ورته تېر شول
???

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x