نړۍ

د کویټي ښار په کمالو سیمه کي ۴ کسه ووژل شوه

breaking_newsنن ټکی آسیا: د کویټي ښار په (کمالو) سیمه کي لږ ګړی تر مخه په ډزو کي څلور کسان ووژل شوه، او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د هزار ګنجي څخه یو مني بس چي د خلګو څخه ډک وو، د دوو نامعلومو کسانو چي پر موټرسایکل سپاره وه، د ډزو ښکار سو، چي له امله يي په بس کي سپاره ۴ کسه ځای پر ځای ووژل شوه، او پنځه نور ټپیان شوه، چي بیا وروسته ټپیان دغي سیمي ته نيژدې غلام مډیکل روغتون ته ورسول سوه… خو هلته یو بل ټپي هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پولیسو له وینا سره سم تر اوسه ددې پيښي لامل نه ده مالوم شوی، او دوی په سیمه کي تحقیقات شروع کړي دي.

کمالو د کویټي پر سریاب روډ کسټم ته نيژدې سیمه ده، په کومه کي چي د سریاب روډ او هزار ګنجي تر منځ سړک تیر سوی دی.

په دغه سیمه کي پښتانه او بلوڅان ګډ اوسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x