افغانستان

خلیلزاد: د اوربند او یا تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د طالبانو جواب ته په تمه یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په ارګ کې د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی.

د ارګ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې خلیلزاد په قطر کې د روانو مذاکراتو او له پاکستاني چارواکو سره د وروستیو لیدنو په اړه مالومات وړاندې کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې د خلیلزاد له قوله لیکل شوي «د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یوو.‎»

د خلیلزاد له قوله،  تر دې دمه په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او دوی یوې پایلې ته د رسېدو په تمه دي.

په ورته وخت کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» بیا وايي، د امریکا له لوري بېځایه غوښتنو مذاکرات ځنډولي.

شاهین په یوه تازه خپره شوې مرکه کې ویلي «موږ منلې، چې د سولې تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کړو، خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخ کړی دی.»

یاده دې وي، چې طالب او امریکايي لوري داسې مهال د مذاکراتو له بهیر سر ټکوي، چې تر دې وړاندې طالبانو ویل، خبرې ښې روانې دي او ښايي د جنوري د میاشتې تر پایه د سولې تړون لاسلیک شي.

بل لور ته خلیلزاد داسې مهال د اوربند او یا هم د «تاوتریخوالي» د کمښت په اړه د طالبانو جواب ته په تمه دی، چې د ګډ حکومت ارګ تشدد نه مني، په اوربند ټینګار کوي او سپېدار ماڼۍ بیا د تاوتریخوالي له کمښت هم هرکلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

الله ﷻ مو له خپلو ګوډاګيانو سره يو ځای تباه او برباد کړه.

تاسو د کبر زامن که د مذاکراتو له مېزه د محکومو او مظلومو افغانانو د ازاديخواهی غږ نه اوری نو ښايي چې دغه پيغام به د سرښندونکو سپېڅلو فدايانو په مټ ستاسو ککريو ته بالاخره لاره وباسي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x