نظــر

ولسمشر غني له قلقلو تر عمله!

ويسا ورځپاڼه – سرمقاله

ولسمشر غني وړمه شپه یو شمېر ځوانانو ته د افغانستان د تاریخ، کلتور او لرغوني تمدن په باب یو پروګرام درلود چې له ملي تلویزیون نه خپور شو.

نوموړي چې د افغان او افغانستان او د دې تاریخي سیمې پر لرغوني تمدن کومې خبرې درلودې واقعاً به هغو ځواناتو ته چې مخې ته يې ناست وو ډېرې په زړه پورې وې. خو ولسمشر څومره پردې کلتور او د دې سیمې پر تاریخي عظمت پخپله باوري دی او څومره د هغه تمدن او تاریخي لرغونتوب غرور ورسره پاتې دی؟

په کوم ماښام چې له ملي تلویزیون څخه د ملي هویت او تاریخي عظمت په نوم د غني لیکچر خپرېدو او نوموړي د آی خانم او بلخ د لرغوني تمدن په باب قلقلې کولې د دې خاورې د ننه چې د همده تر واک لاندې د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو د باشرفه ولس پر بچیانو مرګونه رانازل کړي وو.

یو ساری یې په کندز کې د یوه پخواني جهادي قوماندان پر موټر برید ؤ چې هغه د خپلې کورنۍ له څلورو غړیو سره پکې ووژل شو. تردې څو ورځې وړاندې په بلخ کې پر یوه کور برید وشو او د یوې کورنۍ اوه تنه غړي پکې شهیدان شول، په لنډو ورځو کې دغه ډول ډېر بریدونه وشول، پوښتنه دا ده چې د اشرف غني له خولې ولې د اعتراض یو غږ اوچت نه شو؟

څوک چې د خپلې خاورې او خپل هېواد پر لرغونتوب، کلتور او تاریخ باور لري، داسې په بې دردۍ پردیو وحشي ځواکونو ته د خپل ولس د ځپلو اجازه ورکولای شي؟ که په دغه تور وحشت کې اوسنی حکومت شریک نه وي او د افغان ولس د غرور او غیرت د وژلو او ځپلو ګډ پروګرام نه وي زموږ پر ولس دغه وحشتونه ولې نه دریږي؟

واقعیت دا دی چې ولس مو د یوې نړیوالې توطیې غېږې ته لویدلی، امریکا د یوه نړیوال یکه تاز ځواک په توګه زموږ خاوره د خپلو لویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د وحشتونو پر مرکز بدله کړې ده، د حکومت په نوم چې کوم یاران د ولس پر اوږو سپاره دي هغه د دې لوی ځواک د اردلیانو حیثیت لري، که ولس ژغورندوی او یو محور راپیدا نه کړي، افغانانو ته نور نه پرونی تمدن او هویت پاتې کیږي او نه به دغه خاوره ورپاتې وي چې دوی پرې ویاړېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x