
افغان ۱۹ کلنو لوبډله د پنځم مقام لپاره نن د استرالیا سره میدان ته ښکته کیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان نولس کلنه لوبډله د نړیوال جام په لومړي پړاو سیالیو کې له غوره لوبې وروسته په کوارټر پایلوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې په لاس له یاد جام څخه بهر شوه.
اوس ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام پنځم مقام ترلاسه کولو لپاره به د استرالیا او افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ نن د یکشنبې په ورځ د فروري په ۲مه نېټه د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې سیالۍ ترسره کیږي.
Afghanistan U19 will face @CricketAus U19 in the 5th Place Playoff Semi-Final 2 of the @ICC Under 19 @cricketworldcup 2020 in Potchefstroom. #U19CWC #FutureStars #AfgU19Stars #AFGvAUS pic.twitter.com/vreWNj1JFG
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) February 1, 2020
له دې اخوا د ۱۹ کلنو نړیوال جام څلور لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار موندلې، چې د فروري په ۴مه نېټه به پاکستان د هندوستان، او په ۶مه نېټه به بنګلدیش د نیوزیلاند لوبډلې پر وړاندې مخ کیږي.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې چې د عربي اماراتو، سویلي افریقا او کاناډا سره په ګروپ ډي کې ځای درلود، په ګروپي سیالیو کې کوربه لوبډلې سویلي افریقا او عربي اماراتو ته په زړه پورې ماتې ورکړه.
خو د کاناډا پر وړاندې سیالۍ یې د اورښت له کبله لغوه اعلان شوه او په کواټر پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه.