نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

رښتين مجاهد – د شهيد معلم اول ګل د نهم تلين په مناسبت

لطف الله خیرخوا

رښتيا د مسلمان د ژوند لومړنۍ او نه بېلېدونکې ځانګړنه ده. يوازې د ژبې هغه نه ده، ډېر کرت رښتيا او دروغ په عمل کې روښانه کيږي. په عمومي رجحاناتو کې وضعيتي خلک له فکري او عقيدوي خلکو ډېر ګرم او مخکې وي، اصل خلک دومره شور او زوږ نه کوي، لکه څومره چې وضعيتي خلکو هياهوی جوړ کړی وي. کله چې د راستۍ ميدان راشي، بيا نو خبره يوازې همغو اصل خلکو ته پاتې وي او د هياهوی مېړني پرېوتي وي.
د روسانو پر ضد جهاد يو عمومي رجحان و، هر چا د ښامار د وژلو دعوی کوله، خو کله چې امريکا يرغل وکړ، د عقيدې او هياهوی خلک جلا شول. دې جهاد کې د سورت احزاب ﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ عملي تفسير شو. چا چې رښتيا جهاد کړی و، دې سختۍ ته يې هم سر نذرانه کړ او چا چې د زنده باد ټېله کې ګام اخيستی و يا دښمن سره ودرېدل يا پر کورونو کېناستل، العياذ بالله!
په روان جهاد کې شهيد معلم اول ګل مجاهد –تقبله الله- او د ده سپارونکې ډله –خذلهم الله- د رښتيا او هياهوی ښه تفسير دی. شهيد معلم صاحب ته الله تعالی د رښتينولۍ رياضت نصيب کړی و. کومه سختي چې د تېر جهاد پرېوتو څېرو حس کوله، معلم صاحب هم حس کوله، مګر د رښتيا متانت بيا جلا اغېز درلود، چې د ده قامت يې مات نه کړ او هسکه غړۍ ووت.
بالمقابل پرېوتو ذهنيتونو د يرغل تاب ونه لرلی شو او په خپل سپک دريځ يې د تېر جهاد ګرماګرمي دروغ ښکاره کړه. تر ټولو سپکه دا چې يوازې يې دروغ ونه کړل، بلکې خيانت ته يې هم لاس واچاو، چې د مسلمانۍ له هېڅ اړخ سره يې اړخ نه لګيږي. شيخ محمد الغزالي رحمه الله په «خلق المسلم» کتاب کې د امام احمد رحمه الله په حواله يو حديث ليکلی: «قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يُطْبَعُ الْمُؤْمِنُ عَلَى الْخِلَالِ كُلِّهَا إِلَّا الْخِيَانَةَ وَالْكَذِبَ» رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د مومن په طبيعت کې هر خوی ګډېدی شي، مګر خيانت او دروغ په کې نه شي ګډېدی!
د شهيد معلم صاحب کشر ورور وحدت استاد کيسه کوي، چې زه کشر وم. زموږ کور او حجره له مسافرو مجاهدينو ډکه وه. زه هم د مسافرو پر خدمت بوخت وم، چې يو وخت معلم صاحب له حجرې کور ته راننوت. ورپسې مې بل ورور عمرګل راننوت. ده معلم صاحب ته وويل، چې …صاحب راغلی، معلم صاحب ورته وويل، ورته ووايه دی نه شته. عمرګل ورته وويل، هغه مشر سړی درته حجره کې ناست دی، ولې نه وروځې؟ وايي معلم صاحب ورته وژړل، چې دا مشر راته وايي، چې مېلمانه دې راته وسپاره، څنګه وروځم؟ مېلمانه څنګه ورته وسپارم؟
دواړه د يوې دعوې خلک وو، د يو صف خلک وو، ملګري وو، خو دا ورځ د رښتياو وه، په دې ورځ دواړو د خپل رښتيني تاريخ کرښې کاږلې، دواړو د خپلو فکري او عقيدوي قامتونو ناپ اخيست. شهيد معلم صاحب يوازې دا نه چې خپل قامت دنګ او غوښن ثابت کړ، بلکې د يوې نازکې مرحلې ټولنيز مسووليت يې په يوازې ځان پر اوږو بار کړ.
ځينې علماء د درانه مسووليت وړونکو اشخاصو په اړه د ابراهيم عليه السلام پر هغه صفت استدلال کوي، چې الله تعالی يې بيانوي: ﴿إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّه﴾ يقيناً ابراهيم عليه السلام په يوازې ځان يو امت و او د الله تعالی فرمان منونکی و. علماء وايي يا دا وه، چې ابراهيم عليه السلام درانه مسووليتونه پر خپلو اوږو بار کړي وو يا دا چې د خير او ښېګڼې رهبر و.
د شهيد معلم صاحب په اړه هم دا استدلال کټ مټ صادقيږي، چې هم يې داسې يو مسووليت ته يوازې اوږه ورکړه، چې ټول ملت ته ورترغاړې و او هم يې د نړۍوال جهاد روحِ روان داسې سترګې سترګې چاپېريال کې خوندي وويست، چې د دې فکر راتلونکی هر نيالګی به يې جاريه صدقه وي. تقبله الله، ورفع درجاته، ورزقه أعلی فراديس جناته، وحشره مع النبيين والصديقين والشهداء والصالحين، وحسن أولئک رفيقا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x