نظــر

شهيده پلاره ستا له هجره مې زړه غم نيولی!

شاهدالله رحيمي

د شهيد معلم اول ګل مجاهد زوی

هغه وخت چې د جهاد او مجاهد له نومه خرڅ شوو پردیو رهبرانو د خلکو په اذهانو د نفرت او کرکې پردې غوړولې وې، او د اسلام له نومه په استفادې یې د خلکو په ناموس، مال او ځان هر راز غیر انساني او غیر اسلامي تیری وکړ، بیا هم داسې سپیڅلی په دین او هېواد مئین شخصیت چې له شخصي ګټو یې ملي او دیني هغو ته ډیر ارزښت ورکاوه، موجود و. او پایله یې دا شوه چې خپل هر څه (مال او ځان) یې د همدې موخې د تر لاسه کولو، په هېواد کې د یرغل د ختمولو او د اسلامي شریعت د قایلو لپاره ځار کړل او د شهادت سپیڅلی مقام یې خپل کړ.

اول ګل مجاهد د ۲۰۱۱ م کال د فرورۍ په دویمه د ګوانتنامو په زندان کې د بې رحمه او انسانیت ضد اشخاصو له لورې په شهادت ورسېد. (تقبله الله)

نن یې د شهادت نهم تلین دی، د عمر هغه وختونه چې نور خلک یې له کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره تیروي، شهید اول ګل مجاهد دا وختونه د زندان د تورو تمبو شاته تیر کړل…

یو بې مثله ریښتونی مجاهد، چې د شوروي لښکرو خلاف یې په ډیرې میړانې او صداقت په سپیڅلي جهاد کې د ګران هیواد د آزادۍ په خاطر ونډه واخیسته او د سرو لښکرو هغه آرمان چې غوښتل یې افغانستان خپله مستعمره کړي، د خاورو سره خاورې کړ.

شهید اول ګل د سولې او پخلاینې بې مثله اتل‌

سره لدې چې اول ګل مجاهد د یو ریښتوني مجاهد ټولې ځانګړتیاوې لرلې، د سولې او پخلاینې یو بې مثله اتل هم وو.

(د پلار د نږدې ملګرو له قوله مې، هغه مهال چې شوروي مات شو او په هیواد کې د قدرت وږو سترګو جهادي قومندانو د واک ته رسېدا په خاطر هلې ځلې پیل کړې او آن تر دې چې ډیر شدید خپل منځي جنګونه یې هم وکړل چې د وطنوالو د سخت اذیت او د هیواد د ورانۍ یو ستر لامل هم ګڼل کیږي. پدې جګړو کې شهید اول ګل مجاهد نه یوازې دا چې خپله برخه وانخیسته بلکې د مشرقي څخه ددغو جګړو لپاره د تلوونکو ډلو مخه یې هم په پوره زړورتیا سره ونیوله…

خو د قدرت شایقینو او پردیو سمبولیکو جهادي قومندانانو بیا هم خپل ضد پوره کړ او په پوره معنی یې هیواد د خپل منځي جګړو په ترڅ کې ټوټه، ټوته، شهید، شهید کړ.

شهید اول ګل مجاهد د مینې شفقت او مهربانۍ سمبول‌ و!

که څه هغه مهال زه،ډیر کوچنی وم او د شهید پلار راکړل شوې مینه مې پوره نه یادیږي، خو مور چې کله هم د هغه وخت کیسې او د مجاهد پلار مینه راته بیانوي نو وایم چې زما پلار د نړۍ مهربانه، او مینه ناک پلار وو.
تر هغې را وروسته کله چې دی په زندان کې وو، له زندانه په رالیږل شویو خطونو کې چې شهید پلار مونږ ته کومه مینه، ډاډګیرنه او هڅونه راکړې، نه یې شو هیرولی.

د ملګرو له ډلې یې د شفقت، مهربانۍ او نرم دلۍ په اړه کاتب کاکا تېر کال راته ویلي ؤ:

(کله به چې معلم صیب په کومه خبره له مونږ څخه خفه شوو، نو د شپې ناوخته به حجرې ته راووت، نه به یې غوښتل څوک ورڅخه ناراضه اوسي، د مرورۍ د فضاء د ختمولو لپاره به یې یو بیت په خپله ووایه نور به مونږ ورسره بدرګه کاوه. تر دې چې ښه ساعت به مو تیر شو او سره پخلا به شو.)

له ملګرو سره په وفاء، ښه نیت او ایماندارۍ کې یې نوم درلود. خو د پیسو په هوس مستو بې ضمیره اشخاصو دا شخصیت ونشو زغملای، اول ګل مجاهد ورته د سترګو خار وو…
هماغه و چې د امریکایي اشغال په لومړیو وختونو کې یې خپلو بادارانو ته په ډیر لوړ قیمت په لاس ورکړ، او بیا یې آن د ګوانتنامو تر کرغیړن زندانه ورسوه.

تر لس کاله زیات و کم زندان وروسته یې په ۲۰۱۱ م کال کې په شهادت ورسوه.

د اول مجاهد یوازینی جرم،(حقیقي مسلماني او په خپله خاوره د نورو نه منل) وو.

هغه (رح) غوښتل هیواد کې سوله وي، امن وي، د پردیو له دسیسو مو خلاصی موندلی وي، او د اشغال تر چتر لاندې مو ژوند نه وي کړی.

دې هدف ته تر رسېدو وړاندې د هیواد تلپاتې دښمنان د هغه (رح) پر وړاندې خنډ واقع شول.

دا خاوره به نور بچیان د اول مجاهد پشان زیږوي، او دښمن ته به دا ښایي چې دلته لا هم ددې خاورې ریښتوني بچیان شته او لا هم داسې څوک شته چې د اول ګل مجاهد نیمګړي ارمانونه او اهداف سرته ورسوي.

شهید معلم اول ګل مجاهد ته دې الله تعالی جنتونه نصیب کړي، مونږ ته دې الله تعالی ددې توفیق را په برخه کړي چې د هغه (رح) سپیڅلې لار ونیسو او نوم یې وساتو.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې….

شاهدالله رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری عزیزي سیلاب

د الله له لورې ورته لویې مرتبې غواړم او خدای تعالی دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي. او تاسو ته هم دزړه صبر غواړم.

مننه

احمد

جهاد شهادت او مظلومیت دې الله ج خپل دربار کې قبول کړي الله ج دې په جنت اعلی ونازوي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x