شعـــــرونه

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل

د سترګو له جنګ ستړي ښکاري زړونه ايماندارو
ضعيفه شول د خلکو ايمانونه ايماندارو

د حسن په ارزښت باندې کې چوپه خوله شو پاتې
نو خدای ته به بياڅه کړو ځوابونه ايماندارو؟

چنده د خوشحالۍ او د خندا خلکو ته ورکړئ
اباد کاندئ د زړونو جوماتونه ايماندارو

هر څوک ورته را اوړي په اسانه يو غريب يم
د زړه د کور مې ټيټ دي دېوالونه ايماندارو

بسمل د يوه چا پسې دا ډېر کلونه مړ يم
زما په حق کې پورته کړئ لاسونه ايماندارو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x