افغانستان

ایران: د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): ایران وایي، له افغانستان سره نېکې اړیکې غواړي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي « محمد ابراهیم طاهریان» د ملي امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره په لیدنه کې کړې.

له ملي امنیت شورا څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د «ابراهیم طاهریان» له قوله لیکل شوي «د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولي له پروسې، د افغانستان له برحاله نظام او نافذه قوانینو ملاتړ کوو.»

طاهریان د ایران او افغانستان تر منځ د دولت-دولت اړیکو د ساتلو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی، چې یوازې د افغانانو خپلمنځي خبرې کولای شي، دایمي سوله راولي.

ایران داسې مهال د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات د امریکا د اضافي غوښتنو له امله له خنډ سره مخ شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x