افغانستان

امریکا: ایران ښايي د خپلو نیابتي ډلو په مټ زموږ ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال «مک کینزي» افغانستان ته د خپل نا اعلان شوي سفر په مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې ایران ښايي د خپلو نیابتي ډلو په مرسته په افغانستان کې مېشتو ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي.

مک کینزي افغانستان ته د خپل سفر په مهال ورسره مل خبریالانو ته ویلي، چې د ایران له لوري په افغانستان کې ډېرېدونکي فعالیتونه اندېښمنوونکي دي او ښايي په افغانستان کې مېشتو امریکایي او ائتلافي ځواکونو ته د زیان د اوښتو سبب وګرځي.

د کینزي په خبره، ایران تل د افغانستان په مسایلو کې منفي رول درلودلی او له دې وروسته هم ښايي، امریکایي ځواکونو ته د زیان اوښتلو فرصت ولټوي.

ایران داسې مهال، په افغانستان کې د ایران رول ته اندېښمن دی، چې په دې وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د مشر «قاسم سلیماني» وژل کېدلو د امریکا او ایران اړیکې ترینګلې کړې.

په ورته وخت کې ایران بیا وایي، د افغانستان ثبات ته ژمن دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې هرکلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x