افغانستان

عبدالله عبدالله: سوله باید د یوه شخص یا یوې ډلې په انحصار کې نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي «زلمي خلیلزاد» سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې پروسه باید د یوه شخص یا یوې ډلې په لاس کې نه وي.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عبدالله له خلیلزاد سره د لیدنې په مهال د افغان سولې په برخه کې د امریکا له هڅو قدردانې کړې او تر څنګ یې ټینګار کړی، چې طالبان باید له فرصتونو په ګټه اخستو ژر تر ژره سولې ته غاړه کېږدي.

خبرپاڼه کې وړاندې د عبدالله له قوله راغلي « سوله باید د هیڅ ډلې او یا شخص يه انحصار کې نه وي؛ بلکې دا خبرې هر اړخیزه وي، سیاسي ګوندونه، ملي شخصیتونه، ښځینه او مدني ټولنې باید پدې خبرو کې دخیل اوسي او د دوي له نظرونو او لید لورو څخه دې، د دې خبرو په بریالیتوب کې ګټه واخیستل شي.»

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې خلیلزاد هم د مذاکراتي ټیم په هر اړخیزوالي ټینګار کړی او په خبره یې « د طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی باید ټول منلی، هر اړخیز او د افغانستان د هرې برخې استازولي وکړي.»

عبدالله عبدالله وروسته له هغه د سولې د پروسې د انحصار په مخنیوي ټینګار کوي، چې د ګډ حکومت بل مشر «اشرف غني» بیا د سولې اړوند ټولې چارې د نوموړي له لوري د جوړ شوي وزارت په غاړه ور اچولې.

د شنونکو په باور، د سولې په برخه کې د ګډ حکومت د اجزاوو تر منځ اختلاف به د بین الافغاني مذاکراتو احتمالي پروسه له خنډونو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x