
روحاني: د فلسطين په اړه د ټرمپ طرحه د شرم او نفرت وړ ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ له لوري د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د کړکېچ په اړه وړاندې شوې طرحه د ټولو مسلمانانو لپاره د شرم او نفرت وړ ده.
د ایران ولسمشر نن په ایران کې د انقلاب د بنسټګر ايت الله روح الله خميني پر قبر يوې غونډې ته وويل: «موږ له يوه سخت شرم سره مخ يو، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په ګډه د منځني ختيځ د سولې طرحه وړاندې کړه؛ دا طرحه د ټولو مسلمانانو او ازادۍ غوښتونکو لپاره د شرم او کرکې وړ ده.»
ښاغلي روحاني زياته کړه، چې له مقاومت پرته بله لاره نشته او ټول بايد په يوه خوله د یرغګرو پر وړاندې ودرېږو.
د ایران ولسمشر او د کابينې غړو په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۱مې کليزې په مناسبت د خميني پر قبر حاضري وکړه.
د خميني پر قبر د حسن روحاني وينا د ایران رسمي راډيو ټلويزون په ژوندۍ بڼه خپروله.
تر دې وړاندې د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم تېره ورځ د مصر پلازمېنې قاهره کې د عرب ليګ بېړنۍ ناستې ته وويل، چې د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ طرحه نه مني او زياته کړې يې ده، له امريکا او اسرائيلو سره يې هر ډول اړيکې هم پرې کړي دي.
ولسمشر عباس زياته کړې، چې اسرائيلي چارواکو ته يې ويلي، تر دې وروسته به له اسرائيلو او امريکا سره په امنيتي برخه کې هېڅ ډول اړيکې ونه لري.
رويټرز خبري اژانس د محمود عباس له قوله ليکلي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره يې له ټيليفوني خبرو هم انکار کړی دی.