افغانستان

ډيلي بيسټ: امريکا په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سولې خبرو له نهايي کېدو وروسته يو ځل بيا داسې اندېښنې راپورته شوي، چې د امريکا او طالبانو له لوري د جګړې تشدد په زياتېدو دی او ډېری قربانيان يې هم ملکي وګړي دي.

د امريکا ډيلي بیسټ خپرونې ليکلي، امريکا پر طالبانو بریدونه زيات کړي، خو په مقابل کې يې د طالبانو له لوري پر بهرنيو ځواکونو هم بریدونه ډېر شوي دي.

د ډيلي بیسټ په وينا تېر کال د طالبانو لپاره ګټور او امريکا په کې ناکامه وه.

خپرونه زياتوي، چې تېر ۲۰۱۹ کال کې امريکايي چارواکي او په ځانګړې توګه ولسمشر ډونلډ ترمپ ناکام و، د طالبانو په بریدونو کې ۲۳ امريکايي عسکر وژل شوي او ۱۹۲ نور ټپيان وو.

ډيلي بيسټ د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» د رسمي شمېرو پر اساس د امريکايي عسکرو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړی، خو د ازادو سرچينو له مخې د امريکايي عسکرو مرګ ژوبله تر دې ډېره ده.

ډيلي بيسټ زياتوي، د امريکا له لوري د جګړې تشدد او بمبارۍ زياتول هېڅ ګټور نه و او نه يې هم طالبان له خپلو سيمو په شا کړي دي.

د خپرونې په وينا د امريکا په هوايي بریدونو او عملياتو کې ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتی، د افغانانو ژوند يې له نورو کړاوونو سره مخ کړی او ټول افغانان د هېواد روان امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي.

د امريکا پوځي کارپوهان هم په افغانستان کې د ټرمپ اداره او عسکر ناکام بولي.

متقاعد امريکايي جنرال کريس کولنډا ډيلي بيست ته ويلي، په افغانستان کې د ټرمپ جګړه يیزه سټراټيژي ناکامه وه؛ ځکه چې هغه غوښتل، طالبان د زور له لارې د سولې خبرو ته تيار کړي، خو په دې کار کې ناکام شو او هېڅ مثبته پایله يې نه درلوده.

جنرال کريس کولنډا زياته کړې، چې امريکا باید د جګړې زياتولو پر ځای په افغانستان کې د سوله ييز ماحول په رامنځته کولو کوښښ وکړي او که د جګړې له لارې يې د افغانستان جګړه ګټلی شوای، نو په تېرو اتلس کالو کې به ګټل شوې وه.

ډيلي بيسټ دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د ګډو عسکرو له لوري د ملکيانو پر کورونو او جوماتونو بریدونه او بمبارۍ زياتې شوي دي.

تېره اونۍ هم په زابل، روزګان، بلخ، کندوز، وردګو او نورو سيمو کې په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x