افغانستان

خلیلزاد د سولې پروسه کې له لاسته راوړنو خوښي ښودلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د کابل حکومت له پخواني مشر «حامد کرزي» سره لیدلي او د افغان سولې په بهیر ورسره غږېدلی.

د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر «راس ویلسن» په حضور کې ترسره شوه او په مهال یې، خلیلزاد د سولې په پروسه کې له لاسته راوړنو او پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده، چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې کرزي د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو د چټکتیا غوښتنه وکړه، په ملکي تلفاتو یې ژوره اندېښنه وښوده او له امریکايي لوري یې وغوښتل، څو په افغانستان کې خپل نظامي عملیات بند کړي.

یاده دي وي، تر دې وړاندې د ارګ پاڼې د خلیلزاد له قوله لیکلي وو، چې ګواکي هغوی او طالبان په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه لري.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په مذاکراتو کې د خنډ مسئولیت په امریکا اچوي او په خبره یې، د امریکايي لوري تازه غوښتنې ددې لامل شوې، چې پروسه وځنډېږي او خنډونه پکې رامنځته شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر «ملا عبدالسلام ضعیف» په دې اړه له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، طالبانو له دې ویرې چې مسئولیت ورباندې ونه لوېږي، د جګړې دتشدد د کموالي غوښتنه ومنله؛ خو د امریکایي لوري نوو غوښتنو د دواړو لورو تر منځ بې باوري پيدا کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x