ټکنالوژي

د کورونا ویروس له کبله ایپل هم چین کې خپل ټول پلورنځي تړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ځیرک مبایلونو او د کمپیوټرې سامانونو د نړۍ تر ټولو ستر امریکایي شرکت «ایپل» په چین کې خپل ټول پلورنځي یا دوکانونه د لنډې مودې لپاره تړلي دي.

د ایسوسیټډ پریس خبري رسنۍ په وینا ایپل د فروري میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل ورکړل شوي راپور کې تایید کړه چې شرکت په چین کې خپل ټول پلورنځي بند کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، که څه هم د ایپل هیڅ کارمند کې د کورونا ویروس نه دی موندل شوی خو ددې ویروس په چټک ډول خپریدل ددې لامل شوي چې ایپل خپل بشپړ دوکانونه د احتیاطي پاملرونو له مخې وتړي.

له امریکا او اروپا وروسته چین یوازینی هېواد دی چې د ایپل زیات پلورنځي لري، او چین د امریکایي شرکتونو لپاره یو لوی بازار ګڼل کیږي.

د ایپل په راپور کې ویل شوي، په چین کې د ایپل «۴۲» ځانګړي پلورنځي او د اړیکو مرکز دی چې د فروري تر ۹مې نیټې به بند وي.

له ایپل وروسته اوس په چین کې نور شرکتونه هم په نظر کې لري تر څو د لنډې مودې لپاره خپل پلورنځي او دفترونه بند کړي.

له دې وړاندې د ګوګل شرکت د کورونا ویروس له کبله په چین کې خپل بشپړ دفترونه تړلي و او کارمندانو ته یې په کورونو کې د دندې ترسره کولو سپارښتنه کړې وه.

دغه راز د چین حکومت په خپله عام سوداګریز ځایونه د عامو خلکو لپاره بند کړي او د یو شمېر ښارونو ترانسپورت یې هم ځنډولي دي.

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو چین ته زیاتره پروازونه د لنډې مودې لپاره ځنډولي او ځایي خلکو ته یې چین ته په سفر بندیز لګولی دی.

د چین کورونا ویروس تر دې دمه په تېره یوه میاشت کې په چین هېواد کې له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او له ۱۴۵۰۰ زیات پرې اخته شوي دي، ددې سربېره له چین بهر هم پر دغه ناروغۍ تر ۱۰۰ کسان اخته شوي او یو وژل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د چین عام وضعیت ته په کتلو په نړۍ کې روغتیایي بیړنی حالت اعلان کړی او پر ټولو هېوادونو یې غږ کړی تر څو د یاد ویروس مخنیوي لپاره پياوړې مبارزه وکړي.

چین په نړۍ کې د انترنیت تر ټولو لوی بازار لري او د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي مرکز دی، د کورونا ویروس له کبله د نړۍ نږدې ټولو مرکزونو او نورو نړیوالو شرکتونو د لنډ وخت لپاره خپل دفترونه تړلي دي، چې له کبله یې چین په اقتصادي ډول ژور اغیزمن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x