نظــر

اردوغانه! ستا مېړانه د تاریخ زرینه پاڼه

حمزه حسیني

وروسته تر هغه چې د امریکا فرعوني الاصله ولسمشر ”ټرمپ“ د بیت المقدس په اړه ظالمانه پرېکړه وکړه، له اسلامي امارت وروسته د ترکیې غیرتي ولسمشر ”رجب طیب اروغان“ د نوموړي پرېکړه رد کړه او دا یې د فلسطین او ټولو مسلمانانو په وړاندې ستر ظلم وباله.

اردوغان تر دې وړاندې د روهینګیایي مسلمانانو او د حلب بمبارد شویو مسلمانانو پر حمایت کولو د خلکو زړونه وګټل، خو دا ځل یې ځکه د ټولو مسلمانانو زړونه هپل کړي، چې د بیت المقدس مظلومه چیغه یې واورېده او د هر رنګ حمایت ډاډ یې ورکړ.

ډېر ستر قدرتونه د بیت المقدس پر مظلومیت ګونګه خوله دي، آن تر دې چې یوه مسلمان هیواد هم ددې پرېکړې پر خلاف غږ نه کړ اوچت؛ نو له همدې امله ”رجب طیب اردوغان“ ښاغلیو ته په خطاب کې ویلي: بیت المقدس د ناموس حیثیت لري، تاسې چې اوس هم خپل غږ نشی اوچتولی نو بیا به یې کله اوچت کړی؟

اردوغان ویلي، بیت المقدس ورته د سرې کرښې حیثیت لري او هیڅکله به څوک پرې نږدي چې لاس ور اوږد کړي، هغه څوک چې بیت المقدس ته لاس ور اوږد کړي لاس به یې ورته مات کړي.

زما په اند طیب اردوغان نسبتًا تر نورو ډېرو ولسمشرانو نر دریځی دی، د بیت المقدس په اړه یې هم جرأتمندانه وینا کړې ده، دا چې څومره به عملي بڼه ورکړي وخت به یې ثابت کړي، خو ممکن د نوموړي غیرت تاریخ هېر نه کړي او په خپلو زرینو پاڼو کې به ځای ورکړي.

موږ یې له همدې وجې ستایوو چې د بیت المقدس مظلومانه چیغې ته یې لبیک ووایه، د نورو اسلامي هیوادونو په برحاله ولسمشرانو دې یې سل ځل بلا وروګرزي، ځکه هغوی د کفارو له ډاره چونګ نشي کولی.

الله تعالی دې وکړي چې زموږ د نېکو ګومانونو مطابق یې جوړ کړي آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بابر

اردوغانعسکر سوریه او یمن ته لیگی او خبری اسرائیل او امریکا ته .

غ.حضرت

د ګران ورور حمزه حسینی دینی او انسانی احساسات د ستائنی او تحسین وړ دی خو خبره دا ده چی: ځینو ټولنو پېړۍ پېړۍ د یو خاص فرهنګ او مذهب په لمنه او فضاء کی ژوند کړی دی خو د زمانې د جبر یا غوښتنو او یا نورو سترو لوبغاړو د لوبو پر بنسټ ئې له خپل تېر برم او دبدبې سره تر ډېره یا تر یو حده وداع کړې او بله نوې لیاره ئې ځانته غوره کړې ده ، د نوی لیاری ځینو ښکلو منظرو مشاهده ئې هوس را پارېدلی او غوښتی ئې دی د تېر تاریخی برم او… نور لوستل »

همت

محترما: زه یو تن د اردوغان د سیاستونو پلوی یم همیشه لکه تاسو چی سنګه یادونه کړی چی د مظلومو مسلمانان ناره یی اوچته کړی هغوی سره یی کومکونه کړی او کوی یی. خو همدا پرون یی وویل چی د سوری ریژیم ۳۵ نظامیان یی له منځه وړی کله چی هغوی په ادلب کی میشت ترکی عسکرو باندی د هوان برودونه وکړ او د ترک فوځ ۴ عسکر یی له منځه وړی. دا هم یو حقیقت دی چی د سوری اوسنی بدبختیو کی ترکیه فعله ونډه لری د هغوی مخالیفین تمویلوی. د بل پلوه سوری د اسرایل سره عملا کړکیچ… نور لوستل »

مجاهد

اردګان د ترکیی د عدالت د ګوند لوړپوړی غړی دی الله ج دی د عدالت د اسلام ګوند مشر ( اربکان رح ) ته جنتونه په برخه کړی. دغه ګوند د اتاترک به خلاف ډیری لاسته راوړنی لری نزدی وو چه ترکیه کی د سکولر حکومت په ځای اسلامی خلافت بیا پلی کړی . مګر انګریزی یهودان هم ډیر هوښیار قوم دی هماغسی چه یی د سلطان عبدالحمید خلافت د مصطفی کمال خبیث په ورخپلولو ختم کړو السیسی چه یی مرسی رح ته ور ولیږو او پعبدالله جان جسم دی له نوم سره په مخالف قطب کی قرار لری. ریاکاری… نور لوستل »

جميل

که د نورو اسلامی هیوادونو مشران هم خپل ږغ راوباسی ، فلسطین به داسی خوار نوی .
ټوله د اوبو زګ دی .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x