روغتیا

کورونا ویروس، تشخیص، درملنه او مخنیوی

لیکنه: ډاکټر سمندر سباوون

ښایي د کورونا ویروس په اړه ډیرې لیکنې شوې وي خو ددې ویروس د کنترول تشخیص او درملنې لپاره ډیرې کم څه ترسترګو کیږي.

ډیروته شاید داسې ښکاري چې افغانستان ددې ویروس مقابل کې د نورو هیوادونو سره سیالي نه شي کولای خو په حقیقت کې داسې نده.

کومه آله یا وسیله چې تاسې رسنیز انځورونو کې یې وینۍ شاید تاسو ته نوې او پرمختللې ښکاره شي ولې په حقیقت کې دا وسیله د ناروغ د ټندې یا پیشانې تودوخه یا تبه سکن او مشخصه کوي دا ځکه چې د کرونا د ناروغۍ یو دځانکړنو څخه لوړه تبه ده ګرچه سردرد، پرنجی، نفس تنګي او ټوخی… هم ددې ناروغي نښې دي او له بلې خوا دا وسیله افغانستان کې هم پیدا کیږي.

تشخیص

ددې ناروغۍ تشخیص په نورو هیوادونو کې هم په لومړنۍ سطحه دی، البته تنها لوړه تبه هم ددې جوګه نده چې ناروغ به ویروس ولري پدې خاطر چې په یادو سیمو کې نورې پیښې هم ثبت شوې دي، ددې فکر کیږي چې ناروغ به ښايي همدا ویروس ولري په هغه صورت کې موږ سل سلنه تشخیص ته رسیږو چې د یاد ویروس لپاره سیرولوژیک تستونه او یا هم د مریض د پزې، خولې، ستوني یا وینې څخه نمونه اخیستل او په الکترون مایکروسکوپونو کې د ویروس مستقیماً لیدل وي چې دا کار اوس مهال عموم خلکو لپاره غیر ممکن دی ځکه چې ویروس په عادي میکروسکوپونو کی نه لیدل کیږي او الکترونیک میکروسکوپونه د هیوادونه پر سطحه د ګوتو په شمار دي.

درملنه

په عموم کې ټولې ویروسي ناروغۍ د باکتریايي ناروغیو سره توپیر لري یعنې ویروسي ناروغیو باندې انتي بیوتیک تأسیر نه لري تر ټولو ښه درملنه يې دناروغ بسترې کول د ناروغ شته اعراضو ته پاملرنه او رسیدنه لکه د تبې او ټوخي تداوي کول ناروغ ته په مرتب ډول مایعات ورکول ښايی دا ویروس د ناروغ معافیتي سیستم هم ضعیف کړي ددې لپاره چې د نورو باکتریايي ناروغیو څخه مو مخنیوی کړی وي نو ناروغ ته انتی بیوتیک هم توصیه شي  په ټوله کې ویلای شو چې ددې ناروغي درملنه د ذکام یا انفلونزا ویروس ته ورته ده او هغه کسان چې د زړه دیابت او داسې نورې ناروغۍ له مخکې ولري او کوم کسان چې لوړ عمر لري په هغوی به سخته پریوځي یاده دې وي چې د نورو ویروسي ناروغیو برخلاف تر اتو کلونو ښکته کوچنیان  تر اوسه پدې ویروس ندي مبتلا شوي.

مخنیوی(وقایه):

له روغو کسانو نه د ناروغو کسانو قرنطین یا جداکول د یو بار مصرف ماسکونو څخه ګټه اخیستل هرماسک د یو بار استفادې وروسته باید لرې کړل شي په منځمه توګه لاسونه پریمنځل ،خپل لاسونه باید په سترګو، پزه، او خولې سره نه موښل، د واکسین په شتون کې واکسین کول چې ښايي ددرملنې په حیث هم د واکسین څخه ګټه واخیستل شي خو ویل کیږي چې تراوسه کوم واکسین ډې وایروس لپاره ندی جوړ شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د دروند ډاکټر صاحب سباوون د ګټورو معلوماتو او توصئې څخه په مننی سره: تېره ورځ می په فیسبوک کی یوه ځوروونکې او خواګرځنه ویډیو ولیده. د چین د هیواد کومه سیمه ئې ښودله چی یو بازار پکی ؤ. پدې بازار کی ډول ډول ژوندی او مړه حیوانان تر سترګو کیږی. مړه افعی ماران، د موږکانو او او چنګوښو د لاندی وچی غوښی، کباب سوی سپیان او پیشوګانی. په کوم قفس کی څو اُربُزه سپیان هم پراته وه چی رانیوونکی او مشتری لومړی خوښول او بیا پلورونکی چی قصاب! هم ؤ د مشتری په فرمایش ټوټه ټوټه کاوه. دې ویډیو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x