شعـــــرونه

غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

چې په زړونو موسکا ویشي، بس جانان دی پرې مین یم
که نرګس دی که ګلاب دی، که انسان دی پرې مین یم

چې غوټۍ غوټې مې ګل کړي، چې وږمې د مینې راوړي
تور و سپین دی غنمرنګ دی، که الوان دی پرې مین یم

چې پر څانګو یې نغمې دي، د ژوندون د مارغه ناستې
که سنځله که څېړۍ که، ارغوان دی پرې مین یم

زړه چې ډک لري له مینې، دی ددې نړۍ خاورینې
وینې سرې اوښکې یې سپینې، راته ګران دی پرې مین یم

یو غروب د مازدیګر دی، د کاروان له زړه خبر دی
بل د سپینو سپینو ستورو، ډک آسمان دی پرې مین یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x