افغانستان

له خلیلزاد سره د ليدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او سياستوالو مختلف نظرونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت د چارواکو سربېره له يو شمېر سياستوالو سره د سولې په اړه په خبرو بوخت دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې خلیلزاد د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته ويلي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پاموړ پرمختګ نه دی شوی، خو نن د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنيز دفتر ويلي، چې خلیلزاد له پخواني ولسمشر سره د سولې په وروستيو پرمختګونو خوښي ښکاره کړې.

د کرزي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، پخواني ولسمشر او خلیلزاد د سولې په اړه روانو پرمختګونو ته خوشبيني ښودلې ده.

په عين حال کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال هم له خليلزاد سره تر ليدو وروسته په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، له طالبانو سره د سولې په چارو کې له زړه راښکونکو پرمختګونو خبر شوی دی.

د سولې په اړه د امريکا او حکومت سربېره حکومت په خپله هم په يوه نظر نه دی.

امريکا له طالبانو د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي، خو د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جګړې تشدد کمول بسنه نه کوي، بلکې طالبان بايد اوربند وکړي.

د ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې سوله بايد د يوه شخص او ادارې له انحصاره خوندي شي، چې په ظاهره يې اشاره اشرف غني ته وه.

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد هم له خلیلزاد سره تر ليدو وروسته رسنيو ته ويلي، چې نوموړی د سولې له روانو خبرو خوښ بريښي.

حاجي دين محمد وايي: «خلیلزاد وايي، د سولې خبرې کرارې روانې دي، خو پایله به يې ګټوره وي.»

خلیلزاد تېره اونۍ د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره تر ليدو ورسته په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو، ورپسې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ليدلي او تېره ورځ کابل ته راغلی دی.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي او د وروستي لاسليک لپاره په سلامشورو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x