امریکا په دوحه کې له طالبانو څه غواړي؟!

صفي الله “رائد”

ایا امریکایان په روانو مذاکراتو کې رښتیني دي؟ ایا امریکایان رښتیا په افغانستان کې د یوې رښتینې سولې غوښتونکي دي ؟

اخر مذاکرات ولې پای نه مومي…؟ بلاخره امریکایان په دوحه کې له طالبانو څه غواړي؟

د او دیته ورته پوښتنې چې د ډیرو ذهنونو کې لا ځوابه پرتې دي ـ دلته په لیکنه کې یې لوستلی شئ.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو هغه وخت ناهیلۍ وزېږولې چې څو میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمب په یو ټویټ د مذاکراتو روان بریالی بیهر لغوه اعلان کړ او خبرې يې په ټپه ودرولې.

په قطر کې خبرو ته هغه وخت هیلې او امیدونه وټوکېدل چې محترم ملا برادر اخند د اسلامي امارت په سیاسي چارو کې د امیر المؤمنین نائب اعلان او دوحې ته ورسید.

خبرې تر لسم پړاو مذاکراتو اوښتې وې؛ داسې ښکارېدل چې په خبرو کې ښایي دوه یا درې ورځو کې پرمختګ زیات شي؛ پنځه زره طالب بندیان ازاد شي او بلاخره توافق نامه لاسلیک او د همدې لاسلیک له مخې نور د تل لپاره ټول بهرني ځواکونه له ګران هیواده کډې بار کړي.
خو! لوړپوړو امریکایي چارواکو د ټرمب له ادرسه هغه وخت خبرې ځکه په یو ټویټ لغوه اعلان کړې چې په روانو مذاکراتو کې دوی رښتینې نه ول.

او دايې نه غوښتل چې خبرې دې د دوی د پلان خلاف دومره ژر پای ومومي او یا دې هم دوی د خبرو له لارې افغانستان پرېږدي؛ ځکه که موږ تیر تاریخ ته وګورو، یو هېواد ته په زور ننتولي اشغالګر فوځونه د خبرو له لارې نه؛ بلکې په زور بیرته ویستل شوي؛ بناءً امریکایان افغانستان ته په زور ننوتلي؛ باید په زور وویستل شي .
هو! که خدای پاک کول نو ډیر ژر به دداسې یوې ورځ شاهدان هم واوسو، ان شاءالله.

خو! داچې امریکایانو داهم نه غوښتل چې خبرې دې بیخي په ټپه ودریږي او نه يې دا د کوم پلان برخه وه ؛ که خبرې په ټپه دریدلې وای نو به دوی اوس د طالبانو لخوا دډېرو سختو بریدونو شاهدان ول او تر سختو او شدیدو بریدونو لاندې به راغلي ؤ؛ ځکه طالبانو ته به بیا بله لاره نه وه ور پاتې بغیر له جګړې.

که څه هم طالب غورزنګ سیاسي او نظامي ډګرونه دواړه ګرم ساتلي خو! د امریکایانو له خپلو موخو یوه لویه موخه داوه چې په روانو مذاکراتو کې د طالبانو نظامي ډګر سوړ وساتي؛ تر څو دوی ته په افغانستان کې د اشغال د دوام زمینه برابره شي؛ ځکه خو يې په هره ناسته کې تمرکز په دائمي اوربند ، په وړه خبر چڼې وهول او په قصدي توګه بې ځایه وقفو او سفرو باندې کړی.

خو! طالب غورزنګ یې پخپلو نظامي فعالیتونو دغه خوب هم په اوبو لاهو کړ؛ چې دمګړۍ يې لار پرې ورکه کړې.

ځینې شنونکي بیا په دې اند دي چې د اوږدې جګړې خبرې وي اوږدې، دوی وایي: خبرې دې اوږدې شي خو! چې پای یې بریالی وي خو! داسې هم نده؛ ځکه جګړه خو دادی ممکن شل کلنه شي نو به خبرې هم شل کاله دوام مومي؟!

خو ځينې سیاسي شننوکي بیا په دې باور دي چې امریکایان به هېڅکله د روانو خبرو له لارې خپل اشغال ته د پای ټکی کښېنږدي مګر تر څو یې چې په نظامي ډګر کې په پوره مانا ماته نوي خوړلي؛ دوی په دې باور دي چې امریکایان په روانو خبرو کې هسې وخت ضایع کوي او د خلیلزاد متزلزلو دریځونو ته په کتو دا یوه معقوله خبره کیدای شي؛ ځکه له خبرو یې معلومیږي چې امریکایان غواړي په افغانستان کې د ځان لپاره داسې یوه فضا رامنځ ته کړي چې هم دې دوی په افغانستان کې تر ټاکلي وخت پاتې وي او هم دې د یو توافق له مخې پرې بریدونه دریدلي وي؛ چې دا نه افغانانو ته د منلو وړ ده او نه طالبانو ته…!

خو، طالبانو ښايي امریکایان تر بل هر وخت ښه پيژاندلې وي، او داچې اسلامي امارت په لوړه کچه پوه او ځیرک مشران لري ؛ نو که د امریکا له لوري یې بلاخره په مذاکراتو کې کوم مثبت بدلون ونه موند؛ ممکن دوی یې هم پر وړاندې پخپله تګلاره تر غور وروسته خپل لومړی انتخاب «نظامي ډګر» لا پیاوړی او خپل بریدونه لا ګړندي کړي.

هو! طالبان اوس په هر لحاظ په یو ښه او قوي موقف کې دي؛ بناءً که طالبان په افغانستان کې هرڅه وغواړي ورته سخته به نوي.

دا چې څه به پيښېږي وخت به يې ثابته کړي.
۲/۱/۲۰۲۰
پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د