افغانستان

افغان سیاستوالو د سولې لپاره طرحه جوړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ارګ له همغږۍ او څارنې لیرې، د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» او پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» په ګډون ګڼ شمېر مطرح افغان سیاستوالو د سولې لپاره طرحه جوړه کړې.

ددې سیاستوالو له منځه  د سولې عالي شورا مرستیال «حاجي دین محمد» له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلی، چې دا طرحه به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار هواره کړي ا و په خبره یې، دوی تېر ځل د همدې طرحې د جوړېدو لپاره ناسته کړې وه او د طرحې د بشپړېدو لپاره یوه اوونۍ وخت ټاکل شوی وو.

نوموړی زیاتوي «تمه وه چې موږ پرون سره ناست وای خو دا چې خلیل‌زاد صاحب هم کابل ته راغی او تر خوا یې موږ هم ناسته درلوده، نو دواړه کارونه په یوه ورځ نه کېد، د دې لپاره چې له خلیل‌زاد سره هم پرې بحث وکړو او که څه کم وي، ور زیات یې کړو، زموږ ناسته پرون ونه شوه.»

دغه سیاستوال، چې تېره اوونۍ سره راټول شوي وو؛ د خپلمنځي مشورو په مهال یې ارګ د سولې د پروسې په انحصار تورن کړ او ټینګار یې وکړ، چې د سولې په وړاندې دې خنډونه نه جوړېږي.

اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» یادې ناستې ته ویلي وو، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دوی اجازه نه ورکوي، یو فرد یا یوه ډله دا پروسه انحصار کړي.

که څه هم، ارګ په رسمي ډول تر دې دمه ددې طرحې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې «اشرف غني» د سولې اړوند ټولې چارې د «سولې په چارو کې د دولت وزارت» ته ور له غاړې کړې وې.

د شنونکو په باور، که چېرې د ارګ او سیاسیونو تر منځ اختلافات همداسې دوام ومومي، ښايي د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال ګڼ خنډونه ترې وزېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

کرزی چرسی، عبدالله پیشنی او دا نور خاینان چی سره یو زای شوی سه طرحه به ولری؟ خو کار دوی را شروع کری او خرابی همدغه چپاولگرو کری. ایا عبدالله ددی استعداد لری چی طرحه ولری؟ پاکستان او روس په همدی خاینانو خوشحاله دی چی د ارگ مخالفت وکری زکه پاکستان د غنی د اقتصادی طرحی خخه سخت په وام کی دی. زه شخصا د غنی سره جور نه یم خو اقتصادی طرحی یی د منلو ده.

غمی.پښتین

جوړ په خیر،
افغان سیاسیون د سوله لپاره طرحه نه،بلکه د پیسو بنډولونو لپاره یوه طرحه جوړه کړی ده،دا سیاسیون پخوا هم غله وه،اوس هم غله دی،
حتی فامیلونه یی هم ورسره جوړ او دا نعری ورته وهی چه،
مه حلال ګوره.مه حرام ،پیسه،پیسه پیسه کورته راوړه،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x