افغانستان

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون: پر ولسي وګړو هوايي بریدونه د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وايي، د تېر کال په وروستیو کې د هوایي بریدونو له امله ولسي وګړو ته اوښتونکي تلفات کم وو؛ خو د نوي میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ددې تلفاتو کچه اندېښمنوونکې ده.

د بشري حقونو د کمېسیون ویاند «شکرالله مشکور» له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي « د تېر میلادي کال په وروستیو دریو میاشتو کې د هوایي بریدونو له امله ولسي وګړو ته اوښتونکي تلفات کم وو؛ خو د نوي کال په لومړۍ میاشت کې ددې بریدونو له امله اوښتي تلفات د اندېښنې وړ دي.»

د مشکور په قول، که چېرې د هوايي بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته د اوښتونکو تلفاتو په برخه کې پاملرنه ونشي، دا به د حکومت او خلګو تر منځ فاصلې پیدا کړي او د حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راولي.

د بشري حقوقو کمېسیون داسې مهال ولسي تلفاتو ته اندېښمن دی، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې تر څلوېښت زیات عام افغانان د بهرنیانو او کابل حکومت د چورلکو د ړوندو بمباریو او هوایي بریدونو ښکار شوي.

بل لور ته، په داسې وخت کې د بهرنیانو او د هغوی د داخلي همسنګرو له لوري په هوايي بریدونو کې زیاتوالی تر سترګو کېږي، چې امریکا په مسلسل ډول له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او حکومت بیا د «اوربند» غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

دا څه لېونیان دي یو مذدور دولت یو ګوډاګی دولت کله مشروعیت لري ! ! هغوی افغانان وژني ددالرو لپاره !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x