
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې استرالیا څخه له ماتې وروسته پنځم مقام له لاسه ورکړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته له استرالیا ۱۹ کلنو لوبډلې څخه د ۴ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
افغان لوبډلې په داسې حال کې ماتې وخوړه چې په وروستي اور کې یې د لسو منډو دفاع ونشوه کړه او پنځم مقام یې هم له لاسه ورکړ.
افغان لوبډله به له دې وروسته د چهارشنبې په ورځ د شپږم مقام ګټلو لپاره له سویلي افریقا سره سیالۍ کوي، دغه راز استرالیا به د څلورم مقام ګټلو لپاره له ویسټ انډيز سره مخامخ کیږي.
په یاده سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او له لوبډلمشر فرحا زاخیل پرته یې ټول ناکام شول، دوی د فرحان ۹۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته استرالیا ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه.
ددوی لخوا ابراهیم ځدران ۱۷، صدیق الله اتل ۱۹، فرحان زاخیل ۹۱، عمران میر ۵، رحمن الله ۱، محمد اسحاق صفر، عبد الرحمن ۲۴، شفیق الله غفاري ۸ او جمشید خان ۱۶ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې توپ اچونکو په زړه پورې پېل وکړ او د استرالیا ۲ لوبغاړي په لومړي درې اورونو کې وسوځول، وروسته د ۹۶ منډو ملګرتیا جوړه شوه چې افغان لوبډلې لپاره یې ستونزې جوړې کړې، خو عبدالرحمن مهمې ویکټې واخیستې، لوبه په وروستي اور کې استرالیا د ابراهیم په توپ اچونه کې وګټله.
د افغان توپ اچونکو لخوا عبد الرحمن ۱، جمشید خان او زوهیب ۲-۲ او شفق الله غفاري په لسو اورونو کې د ۲۳ منډو په بدل کې یوه ویکټه واخیسته.
Things went from bad to worse when Cooper Connolly was dismissed by Shafiqullah!#U19CWC | #AUSvAFG | #FutureStars pic.twitter.com/5uu7AEesax
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 2, 2020
له دې وړاندې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په کواټر پایلوبې سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
باید وویل شي چې د رییس احمدزي تر روزنمشرۍ لاندې افغان لوبډلې په ګروپي سیالیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، سویلي افریقا او عربي اماراتو ته یې غوره ماتې ورکړې، خو د توپ وهنې ناکامي یې په نورو سیالیو کې د ماتې لامل شوې.
Was this the first time today, Afghanistan became the team in control of the game?#U19CWC | #AUSvAFG | #FutureStars pic.twitter.com/XKmfdpP2Kf
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 2, 2020