افغانستان

امريکا: افغان سياستوال دې د بین الافغاني خبرو لپاره جامع ټيم جوړ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): امريکا له ګډ حکومت او افغان سياستوالو غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو او بین الافغاني مذاکراتو لپاره يو جامع ټيم جوړ کړي.

په کابل کې د امريکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خليلزاد په کابل کې د ګډ حکومت د مشرانو سربېره له بېلابېلو افغان سياستوالو سره د سولې په وروستيو پرمختګونو خبرې کړي او هغوی ته يې په دې اړه معلومات ورکړي دي.

اعلاميه زياتوي، زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او سياستوالو غوښتي، چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جامع ټيم جوړ کړي.

زلمي خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو مهمو سياستوالو سره ليدلي دي.

د امريکا سفارت په اعلاميه کې راغلي، زلمي خلیلزاد په دغو ناستو کې له افغان سياستوالو سره د سولې خبرو وروستيو پرمختګونو د شريکولو سربېره ويلي، چې له طالبانو يې د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کړې.

له خلیلزاد سره د ليدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او سياستوالو نظرونه مختلف دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د خلیلزاد له قوله ويلي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې ځانګړی پرمختګ نه دی شوی، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي، په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخيلوال او د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد ويلي، خلیلزاد ورته له طالبانو سره د سولې خبرو له وروستيو پرمختګونو ګټور معلومات ورکړي او د ارګ پر خلاف دوی د سولې خبرو ته خوشبين ښکاري.

د چارو څارونکي وايي، په داسې حال کې، چې د امريکا او طالبانو خبرې نهايي شوي او دواړه لوري هوکړې ته نږدې دي، خو حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره ټيم نه دی جوړ کړی دی او هڅه کوي، د سولې خبرې انحصار کړي.

د ګډ حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله اشرف غني ته په اشاره ويلي، چې د سولې خبرې بايد د يوه شخص له انحصاره وويستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دغه کسان چي په پورتني تصوير کي ښکاري ټول د افغانستان د خلکو ثابت سوي خارجي او داخلي دښمنان دي. نو له دغو دښمنانو سره ډېر محتاط اوسئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x